د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن لار ولې په بشپړ ډول نه خلاصېږي؟


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن لار
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن لار

د پاکستان په سېنټ کې د قبایلي او سرحدي چارو قایمه کمېټۍ د جولايي پر ۲۱مه له افغانستان سره پر پولو پاکستانۍ غاړې ته پرتې ستونزې څېړلې دي. 

د یادې کمېټۍ مشر سنېټر تاج محمد اپرېدي تر غونډې وروسته وویل چې دوی‌ د دې دواړو پولو په اړه بحث کړی او له حکومت څخه یې د موجودو ستونزو د هواري‌ غوښتنه کړې ده. خو هغه زیاته کړه چې حکومتي ادارې د تجارو او عام ولس ستونزو ته هغسې پام نه کوي‌ لکه څنګه چې په کار دی. ((د خیبر درې د پولې ستونزې او د چمن مسله زموږ د نن د غونډې پر ایجنډا وې او پر هغه ښه ډېر بحث وشو. خو زه د ملک بدقسمتي‌ ګڼم چې ادارې د تجارت تحفظ نه کوي‌ د عوام تحفظ نه کوي، دوي د خپلې ایجنډې او د کورونا تر چتر لاندې لګیا دي.))

حکومت د تجارت پراخولو ته پام نه کوي. د کورونا تر چتر لاندې په کارونو بوخت دي
تاج محمد اپريدی

سېنېټر تاج محمد اپريدي وویل چې د قبایلي‌ او سرحدي چارو وزارت چارواکو ورته ویلي چې د چمن پر پوله یو ځايي ولسي مسله ده او له هغوي سره خبرې اترې روانې دي.

خو د چمن او بولدک ترمنځ د تړل شوې لارې پرضد د جون میاشتې له شپږمې نېټې د روان پرلت مخکښ اسلم اڅکزي‌ مشال راډیو ته وویل ، د چمن پولې تړل کېده یوازې ځايي مسله نه ده. ده وویل چې له دې سره پولې ته څېرمه په افغانستان او پاکستان کې د مېشتو پنځه میلیونه پښتنو ژوند اغېزمن شوی دی.

اڅکزي د جولای په ۲۱مه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د پاکستان حکومت باید د چمن پولې ته پام وکړي‌ او هغه تر دویم مارچ وړاندې غوندې خلاصه کړي. ((دا هم د پاکستان د ولس مسله ده او هم د افغانستان د ولس مسله ده ، په دې کې د افغانستان د جنوب پنځو ولایتونو او د بلوچستان په پښتنه سیمه کې د مېشتو پنځو میلیونو وګړو د ژوند او مرګ مسله ده ، بلکې یوازې د دوي نه ، د پنجاب د یو شمېر کارخانو سامان له هم دې لارې د افغانستان بېلا بېلو ولایتونو ته ځي.))

اڅکزي زیاته کړه چې د کوټې ډیوژن کمشنر باور ورکړی دی چې دوي د مسلې هواري‌ لپاره به ګامونه پورته شي. خو د اسلم اڅکزي په وینا ، دوي به تر هغه وخته خپل احتجاج جاري ساتي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

په چمن کې د روان پرلت لویه غوښتنه دا ده چې پر پوله دې هغو په زرګونو کسانو ته بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي چې پر خپلو اوږو د سامان وړلو راوړلو ورځنۍ مزدورۍ کوي. اسلم اڅکزي مشال راډیو ته وویل دا مسله اوسنۍ نده بلکې تر دې وړاندې هم د پاکستان او افغانستان لوړپوړي چارواکي پرې سلا شوي وو.

حکومت د خلکو د اقتصاد ښه کولو لپاره ليګا دی کار کوي. خو ځيني لارې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره بندې دي
محمد ايوب

د پاکستان په سېنټ کې د قبایلي او سرحدي چارو قایمه کمېټۍ غړي او د واکمن تحریک انصاف استازي‌ سېنېټر محمد ایوب مشال راډیو ته وویل چې د جولايي پر ۲۱مه په شوې غونډه کې له سره د چمن پر پرلت بحث نه دی شوی.

ده وویل که د چمن د پولې مسله وي او یا کومه بله ستونزه نو حکومت د ولس خدمت ته سنجیده دی. ((دا نړیوال اصول دي‌ چې د ټرانزټ او داسې نور څه په وړاندې پولې نشي بندېدی او حکومت هم پر دې راضي دی او بل دواړو غاړو ته پښتانه یو خلک دي او له دې څخه په افغانستان او پاکستان دواړو کې خلک بې روزګاره شوي‌ دي‌ خو اوس دا وبا راغلې ده او ټوله نړۍ یې متاثره کړې ده نو اوس د حکومت هم دا خواهش دی او ډېر زر به دا مسله هواره شي‌.))

د پاکستان حکومت د چمن لاره د مارچ پر دویمه د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره تړلې وه او بیا یې په اپرېل کې پکې څه نرمي‌ هم کړې وه خو نژدې پنځه میاشتې وشوې چې لا یې هم هغسې نده پرانیستې لکه څنګه چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ تر دویمه نېټه وړاندې پرې څنګه تګ راتګ روان وو.

په چمن کې پرلت دوام لري
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:38 0:00

XS
SM
MD
LG