د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت تر لوی اختره د چمن لار پرانیسته


د چمن لار له مارچ راهیسې د خلکو تګ راتګ لپاره تړلې

د پاکستان حکومت تر لوی اختر پورې د چمن او سپین بولدک د پولې پرانیستو اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۵۰ ورځو راهیسې په چمن کې بې له قید او شرطه د لارې پرانیستو لپاره احتجاجي پرلت روان دی.

د پاکستان حکومت د جولای پر ۲۲مه ویلي دي چې د چمن لار یوازې د سوداګرۍ په موخه او په لنډمهاله توګه بیا پرانیزي.

پر دې لار اوس هم خلک د تګ راتګ اجازه نه لري.

د چمن او سپین بولدک ور د مارچ په پیل کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه د خلکو تګ راتګ لپاره تړل شوی وو خو چارواکو په اپرېل کې د محدودې سوداګرۍ لپاره پرانیست.

د حکومت له اوسنۍ پرېکړې سره سم، د چمن لار به په افغانستان کې د ناټو سرتېرو ته د سامانونو وړلو لپراه هم پرانیستې وي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټرېبیون د جولای پر ۲۳مه ویلي چې د چمن لارې تړلو له وجې شاوخوا یو لاک کسان بې روزګاره شوي دي.

همدا لامل دی چې د جون له شپږمې راهیسې د سوداګرانو اتحادیې غړو او مشرانو، ټرانسپورټرانو، مزدورانو او د سیمې خلکو د لارې تړلو ضد پرلت وهلی دی او وايي، په چمن او سپین بولدک کې اوسېدونکي خلک باید د ویزې او پاسپورټ له شرطه مستثنا وي، خو حکومت وايي، قانوني اسناد د ټولو خلکو لپاره اړین دي.

د پاکستان د وزیراعظم یو سلاکار ارباب شهزاد د جولای پر ۲۲مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل، د کورونا وایرس وبا او د مخنیوي لپاره یې ټولبند او محدودیتونو د پاکستان او افغانستان اقتصادونو ته زښت زیان رسولی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG