د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا چاپېریال ساتنې ادارې په خیبر کې اته کارخانې تړلې دي


په خیبر کې د سټيل کارخانو مالکان بیا وايي، دا کارخانې د ملک په هر لوی ښار کې شته او په زرګونه خلکو ته یې روزګار ورکړی او دوی هڅه کوي چې د چاپیریال ساتنې ادارې قوانین عملي کړي. (انځور د باړې د یوې کارخانې دی)
په خیبر کې د سټيل کارخانو مالکان بیا وايي، دا کارخانې د ملک په هر لوی ښار کې شته او په زرګونه خلکو ته یې روزګار ورکړی او دوی هڅه کوي چې د چاپیریال ساتنې ادارې قوانین عملي کړي. (انځور د باړې د یوې کارخانې دی)

په خیبر پښتونخوا کې د چاپیریال ساتنې صوبايي ادارې په خیبر قبایلي ضلع کې اته کارخانې په دې تور تړلې دي‌ چې د دوی له لارښوونو یې سرغړونه کړې ده.

د یادې ادارې ډایریکټر جنرل حنیف خان له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې کارخانو ته خبرداری ورکړی شوی وو چې د زیات لوګي او زهرجن مواد خارجولو مخنیوي لپاره دې ګامونه پورته کړي‌ خو هغوی داسې نه دي‌کړي.

په پېښور کې د چاپیریال ساتنې دې صوبايي ادارې مرستیال ډایریکټر فریدالله شاه مشال راډیو ته وویل، " موږ د جمرود په شاه کس او باړه کې مانیټرنګ عمل شورو کړی، تر اوسه مو اووه کارخانې تړلې دي او څه کیسونه پکې عدالت ته وړل شوي دي."

د خیبر ضلعې ځايي اوسېدونکي وايي، په باړه او جمرود کې ورځ تر بلې د سټیل کارخانې زیاتېږي او د چاپیریال ساتنې قوانین نه عملي کوي.

د دوي په وینا، بازراونه، سکولونه او کورونه ترې زیات متاثره کېږي او په نامناسبو ځایونو کې جوړې شوې دي چې له کبله یې هلته ګردونه پرېوزي او خلک یې د ساه په ناروغیو اخته کړي دي.

د خیبر ضلعې یو قومي مشر عبدلواحد اپرېدی مشال راډیو ته وویل، په پکار ده چې د کارخانو مالکان فلټرې ولګوي او دې نه علاوه د ځمکې ککړتیا ته هم پام وشي.

ده زیاته کړه،" له دې کارخانو څخه کیمیکل راووځي، پټي یې خراب کړل، ګیا ختمه شوه، بوټي وچ شول، د مال څرولو ځایونه ترې خراب شول، پکار ده دې لپاره انډسټریل زون جوړشي، او دا کارخانې ابادیو نه و ایستل شي.)

نوموړي وویل چې هلته د انډسټریل زون لپاره ځايي هم خوښ کړل شوی وو خو عمل پرې وه نه شو.

د باړې یو فعال زاهد اپرېدی وایي، د دې کارخانو له امله د ولس ورځینی ژوند ډېر متاثره شو دی.

ده وویل،"د باړې بازار، روغتونونه او شخصي کلینیکونه او زده کوونکي ترې ډېر متاثره دي چې څوک جامې ووینځي او سهار یې وګوري نو ګرد پرې پروت وي، لوښو باندې هم ګرد وي،هر کلینک کې د سینې او د ساه ناروغان علاج لپاره راځي".

یوې اندازې مطابق په خیبر کې تر۵۰ زیاتې کارخانې لګول شوې دي چې تر ۲۰ پورې پکې یوازې د سټيل کارخانې دي.

په خیبر کې د سټيل کارخانو مالکان بیا وايي، دا کارخانې د ملک په هر لوی ښار کې شته او په زرګونه خلکو ته یې روزګار ورکړی او دوی هڅه کوي چې د چاپیریال ساتنې ادارې قوانین عملي کړي.

د چاپیریال ساتنې صوبايي ادارې چارواکي وايي چې کله فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډه شوې ده نو دوی واک ترلاسه کړی او اوس یې په ټولو قبایلي ضلعو کې د کارخانو مالکانو ته ویلي چې د لوګي کمولو او را ایسارولو لپاره جدیده ټيکنالوجي وکاروي چې ککړتیا ورسره راکمه شي.

دغه اداره وايي چې د پاکستان لویو ښارونو د هوا اوسطا ککړتیا د صحت نړیوالې ادارې د ټاکلې شوي حد څخه څلور چنده زیاته ده.

XS
SM
MD
LG