د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې کارخانې چاپېریال ککړوي: ځايي ولس


به باړه کې له یوې کارخانې لوګی خېژي.
به باړه کې له یوې کارخانې لوګی خېژي.

د باړې وګړي وایي، د استوګنې په سیمو کې دننه یې د سټیل کارخانې په لوی مقدار کې لوګي باسي چې له کبله یې چاپېریال زښته ډېر ککړ کړی دی.

د دوی په وینا په دغه کارخانو کې د لوګي فلټرې هم نه دي لګول شوې. له مشال راډیو سره په خبرو کې باړېوالو پر حکومت غږ وکړ پکار ده چې دا کارخانې د ابادۍ او استوګنو سیمو نورو ځایونو ته یوړل شي.

یو ځايي مدني فعال ګل ناظر اپرېدی وايي، په باړه کې ورځ تر بلې د سټيل کارخانې زیاتیږي، د چاپیریال ساتنې هېڅ قوانین نه عملي کوي، باړې بازار، شلوبر، اکاخیل سپا کې ترې لږ تر لږه اویا زره آبادي متاثره ده. دی زیاتوي سکولونو، کورونو او بازارونو ته لوګی ورځي او ګړد پرې پروت وي. د خلکو سترګې سوځوي او مرۍ ترخوي.

د باړې ځلمي تنظیم مشر زاهدالله اپرېدی وایي، ډېر خطرناک ګړد دی، توره شپه یې جوړه کړې وي، دا ټولې غیرقانوني کاخانې دي، د سرمایه داروخلکو دي نو ځکه د دوی پرضد هېڅوک غږ نه پورته کوي. زاهدالله وايي د خلکو په جامو، لوښو او اوبو کې هم دا ګړد پروت وي.

خو په باړه کې د یوه سټیل مل سي اي او هارون اپرېدی وايي، داسې کارخانې په اسلام آباد او نورو ښارونو کې هم چلېږي. د ده په خبره د چاپیریال ساتنې اداره چې څه قوانین ورته ورکړي نو هغه به عملي کوي. له مشال راډیو سره په خبرو کې هارون وویل چې دوی په دې کارخانو کې ډېرو خلکو له روزګار ورکړی دی او سرکار ته مالیه/ټیکسونه ورکوي.

خو پر دې کارخانو د چاپېریال پاک ساتلو قانون پلی کېږي که څنګه؟ د دې پوښتنې د ځواب لټولو لپاره مو د خیبر پښتونخوا د چاپیریال ساتنې ادارې له ډایریکټر جنرل بشیر خان سره اړیکه ونیوله. نوموړی وايي، کله چې فاټا په خیبر پښتونخوا کې نه ورګډه شوې نو د دوی ادارې هلته خپله عملداري نه لري خو اوس یې د ټولو کارخانو مالکانو ته ویلي چې د لوګي کمولو او ایسارولو لپاره دې جدیده ټيکنالوجي وکاروي.

بشیر خان وايي، ځینو کارخانو ته یې نوټسې لېږلې چې میاشت نیمه کې به ټولو کارخانو کې دا ټکنالوجي ولګوي او له دې سره به لوګی فلټرېږي (تر چاڼ وځي) او کمېږي به هم.

د یوې اندازې له مخې دا مهال په خیبر ضلع کې د سټیل جوړولو څه باندې شل کارخانې فعاله دي. ځایی ولس وایی باید په دې کارخانو هم هغه قوانین عملي کړل شي چې په بندوبستي ضلعو کې عملي دی. او له دې سره اړونده په حیات آباد انډسټریل سټیټ کې بیا ۴۲۳ کارخانې فعاله دي. په دې کارخانو کې سټيل، چیک بورډ، ټشو پیپرې، غوړي، خوړو تېل، مرمر کاڼي (ماربل)، فرنیچرې، پلاسټک، دوایانې او نور څیزونه تیارېږي.

XS
SM
MD
LG