د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چارسدې سېلاب ځپلو د عمران خان د جلسې پر وخت احتجاج کړی


د عمران خان د چارسدې جلسې یوه څنډه - د سېپټېمبر ۱۷مې انځور.
د عمران خان د چارسدې جلسې یوه څنډه - د سېپټېمبر ۱۷مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د تحريک انصاف جلسې پر وخت د ځينو سېلاب ځپلو سیمو خلکو د ګوند د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان خلاف احتجاج وکړ.

د سېپټېمبر پر ۱۷مه په فاروق اعظم چوک کې ورغونډو شویو احتجاج کوونکو ګيله کوله چې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت دی خو د چارسدې لپاره یې څه نه دي کړې.

د خيبر پښتونخوا حکومت ويلي چې عمران خان د خپلې جلسې تر څنګ له سېلاب ځپلو سره د همدردۍ لپاره ليدل غوښتل خو مظاهره کوونکو ويلي چې د عمران خان دوره سیاسي ده ځکه چې په سیمه کې ضمني انتخابات کېدونکي دي.

ټاکل شوې چې د خیبر پښتونخوا په څلورو ضلعو چارسدې، پېښور، مردان او کورمه کې د قامي اسمبلۍ یوې، یوې څوکۍ لپاره ضمني ټاکنې د اکتوبر پر ۱۶مه وشي.

يو احتجاج کونکي يوسف علي وويل عمران خان او د ګوند نور مشران یې په راتلونکو ټاکنو کې د رايو تر لاسه کولو په تکل دي. هغه ګيله وکړه چې سېلابونو له دوو میاشتو راهیسې وځپل خو عمران خان ايله اوس ورغی. "سېلاب زموږ کلی (منظوری او خيالي‌) ډېر خراب کړي دي. [د تحريک انصاف] حکومت له خلکو سره هېڅ مرسته نه ده کړې. دوی زموږ تپوس هم نه دی کړی خو که څوک د اعتراض لپاره مظاهره وکړي، پولیس یې ګرفتاروي."

اوس چې ضمني ټاکنې رانېږدې شوې، عمران خان صاحب ته موږ وریاد شو.
جمشېد خان

په پاکستان کې د جون له ۱۴مې راهیسې بارانونو او سېلابونو تر ۱،۵۰۰ ډېر کسان وژلي او په لکونو کورونه یې وران کړي دي. په ډېرو ځپل شويو سيمو کې د خيبر پښتونخوا نوښار، ډېره اسماعيل خان، ټانک، سوات او چارسده هم دي.

عمران خان د سېپټېمبر پر ۱۷مه د خیبر پښتونخوا له وزيراعلا محمود خان او نورو وزیرانو سره د چارسدې د سېلاب ځپلو سیمو دوره او بیا په اتمانزیو کې جلسه وکړه. په جلسه کې عمران خان تر ډېره د خپلو سیاسي مخالفينو، شهباز شريف او اصف علي زرداري پر ضد خبرې وکړې خو يو وخت یې اعلان وکړ چې ۱۰ اربه روپۍ چنده یې غونډه کړې چې د چارسدې له سېلاب خپلو سره به ترې مرسته کېږي.

د چارسدې د ګړي حميد ګل ميا سیمې اوسېدونکی جمشېد خان چې د سېپټېمبر ۱۷مې په احتجاج کې موجود وو، مشال راډيو ته وويل چې پر دې وعدو باور نه لري. "نه عمران خان صاحب او نه هم صوبايي حکومت زموږ تپوس کړی دی. دوی چې کوم اعلانونه کړي، هغه ټول درواغ دي. له سېلاب ځپلو سره حکومت نه بلکې د چارسدې خپلو خلکو خپله مرسته کړې او خوندي ځايونو ته یې اېستلي دي. اوس چې ضمني ټاکنې رانېږدې شوې، عمران خان صاحب ته موږ وریاد شو."

بلخوا د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ويلي چې د خيبر پښتونخوا اعلاوزير او د کابينې غړي په دوامداره توګه له ضابطه اخلاق سرغړونه کوي.

کمېشن د سېپټېمبر پر ۱۷مه پر ټوېټر پاڼه په يو بيان کې ويلي دي چې په جلسو کې د سرکاري هېلېکاپټرو بې درېغه استعمال روان دی او په دې لړ کې به د سېپټېمبر پر ۱۹مه په يوه غونډه کې د مناسبې قانوني کارروايي په اړه غور کوي.

تحریک انصاف ګوند د کمېشن د بیان په غبرګون څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې هغه اداره تورنه کړې چې بې پرې نه ده او دا چې خپل کار په سمه توګه نه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG