د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سېنېټ د نرښځیو تحفظ بل منظور کړ


پراګ ـ د پاکستان سېنېټ د چارشنبې په ورځ د نرښځیانو د تحفظ بل په متفقه ډول بېل منظور کړ. دا بېل پاکستاني نرښځیانو ته د ژوند په بیلا بیلو چارو کې اسانتیاوې پیدا کوي او هغوی ته خپله پېژدندګلوي ورکوي.

د چارشنبې په ورځ د پاکستان د سېنېټ غړي ډاکټر کریم خواجه د نرښځیانو د ژغورنې بل وړاندې کړ. نوموړي مشال راډیو ته وویل، دا بېل د نرښځیانو لپاره ډېرې اسانتیاوې مخې ته راوړي. ده زیاته کړه:

(( هغوی ته خپله پېژندګلوي ورکول کېږي، په قانوني ډول یې ساتنه کېږي، یو وخت دوی ته عزت او وقار نه ورکول کېده، اوس ورته حکومت دا هرڅه ورکوي. دوی ته به وظیفې یا نوکرۍ ورکول کېږي، د روغتیا او درملنې غم به یې خوړل کېږي. ))

ډاکټر کریم خواجه وايي، اوس به د شناختي کارت، لایسنس او نورو اسنادونو د جوړولو پر مهال نرښځیان اړ نه وي چې د یوې ځانګړې طبي بورډ په مخکې د معاینې لپاره حاضر شي او هغوی به د دوی جنسیت ټاکي، اوس چې نرښځيان پخپله اعتراف او غوښتنه وکړي نو د جنسیت خانه کې به یې نرښځی لیکل کېږي.

پېښور کې مېشت نرښځیان
پېښور کې مېشت نرښځیان

د خیبر پښتونخوا د نرښځیانو د ټولنې مشره فرزانه وايي دوی د سینیټ د غړو منندویه دي چې د دوی په حق کې یې بیل پاس کړو.

(( دا بېل چې پاس شو، زه پرې د خیبر پښتونخوا او پاکستان ټولو نرښځیانو ته پرې مبارکي ورکوم. موږ د دې لپاره د ۲۰۰۹ کال راهېسې هلې ځلې شروع کړې وې. یو وخت به راځي چې نرښځیان هم د ژوند په ټولو چارو کې د نارینه او ښځینه وو په شان اوږه په اوږه کار کوي.))

د نرښځیانو د حقونو لپاره کارکونکی قمر نسیم وايي دا یو تاریخي ګام دی چې پورته شو او د پاکستان نورو ادارو له به هم پکار وي چې ورته اقدامات وکړي.

(( دا بیل اوس سېنطټ منظور کړی، که قامي اسمبلي نه هم پاس شي او د پاکستان صدر یې لاس لیک کړي نو د قانون بڼه به غوره کړي او بیا به نرښځیان هم د قانون له مخې د خپلو حقونو غوښتنه وکړی شي. ))

د سینیټ لخوا د پاس شوي بیل له مخې ادارو او کمپنیانو ته سپارښتنه شوې ده چې د نوکرۍ د ورکولو پر مهال دې د نرښځیانو استحصال نه کوي.

د نرښځیانو د حقونو لپاره کارکونکی قمر نسیم وايي که څه هم د پاکستان د وروستۍ سرشمېرنې ترمخه په پاکستان کې د نرښځیانو ټول تعداد د لسو زرو په شاوخوا کې ښودل شوی، خو دی وايي دا خبره سمه نه ده او دا تعداد د د پنځو لکو نه نیولی تر اتو لکو پورې دی.

XS
SM
MD
LG