د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تېر کال پر ۴۷ نرښځيانو ډله ييز جنسي تېری شوی"


نرښځيانو پخوا هم له تشدده شکايت کړی (پخوانی تصوير)
نرښځيانو پخوا هم له تشدده شکايت کړی (پخوانی تصوير)

څو کسانو د جنورۍ په دوه ويشتمه نېټه پېښور کې د شمعې په نامه يو نرښځی وتښتاوه. نوموړي د دې تښتونې په اړه په خېبر پښتونخوا کې د نرښځيانو لپاره کارکوونکې ادارې ټرانزايکشن پر فېسبوک پاڼه يوه وېډيوه خپره کړې ده. هغه پکې وايي دې کسانو ورسره جنسي تېری هم کړی.

د بلو وېنز په نامه نرښځيانو حقونو لپاره کارکوونکې اداره وايي شمع يوازيني نرښځی نه دی چې په ډله ييزه توګه پرې جنسي زياتې شوی. د دې ادارې مشر قم نسيم مشال راډيو ته ويلي چې په ۲۰۱۷ کال د ۴۷ نرښځيانو سره دا ډول تېری شوی دی.

قمر نسيم د خېبر پښتونخوا پر پوليسو تور پورې کوي چې په وېنا يې د داسې پېښو ښکار نرښځيانو سره د مرستې پر ځای هغوی سره تعثب کوي. ((پر نرښځيانو جنسي تشدد هر وخت کېږي. دوی له پوليسو وېريږي. دوی په يوازې ځان تاڼو ته نه شي تللی. له ۲۰۱۵ کال راهيسې پر نرښځيانو د تشدد ۶۱۱ پېښې رجسټرډ شوي دي.))

شمعې په ګلبهار تاڼه کې خپله پرچه کړې وه. د دې تاڼې ایس، ايچ، او عمر افريدی دا رپورټونه ردوي چې د شمعې شکايت يې نه اورېد. هغه وويل پوليس د چا سره د جنس، ژبې او مذهب پر بنياد تعثب نه لري.

هغه د جنورۍ په پنځه وېشتمه مشال راډيو ته وويل: ((دا نرښځی دلته راغلی وو. په پوليس پرچه کې يې درې کسان تورن کړي وو. موږ دا درېواړه ونېول او عدالت ته مو ولېږل. بېا وروسته دوی د دغه نرښځي سره څه جوړ جاړ کړی او هغوی خوشي شوي دي. دې کې د پوليسو هيڅ غفلت نشته.))

د غېرسرکاري ادارې، بلو وېنز د شمېرو ترمخه له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۷ پورې پنځه څلوېښت نرښځيان وژل شوي دي. د پاکستان په سېنټ کې د بشري حقونو په کمېټه کې متحده قامي مومنټ ګوند غړې، نسرين جليل مشال راډيو ته پرون وويل چې دوی په داسې يو قانون کار کوي چې د نرښځيانو ژوند او حقونه خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG