د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین وايي خپل پوځي کیمپېن سختوي او پر ختیز اوکراین تمرکز کوي


د دونباس سیمې په سېوېرودونېڅک ښار کې تر برید وروسته له یوې ودانۍ لوګی خېژي - د اپرېل شپږمې انځور.
د دونباس سیمې په سېوېرودونېڅک ښار کې تر برید وروسته له یوې ودانۍ لوګی خېژي - د اپرېل شپږمې انځور.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین هوډ ښوولی دی چې په اوکراین کې خپل پوځي کیمپېن سختوي او خپله ټوله توجه د هغه هېواد ختیز سیمو ته اړوي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو پوهانو په محاصره ښار ماریوپول کې د مسکو له لوري د کیمیايي وسلو د ممکنه استعمال پر رپورټونو اندېښنه ښوولې.

اخوا د روسیو تجهیزاتو کاروانونه له مختلفو خواوو څخه د شرقي دونباس سیمې پر لوري روان دي او امریکايي ولسمشر جو بایډن په لومړي ځل ویلي چې د روسیې جنګ د "نسل وژنې یا توکموژنې" په زمره کې راځي.

دا خبره بایډن د اپرېل پر ۱۲مه په ایووا ایالت کې د وینا پرمهال وکړه او و یې ویل چې "دا اوس ډېره څرګنده شوې ده چې [د روسيې ولسمشر ولاديمير] پوتين همدا هڅه کوي چې د اوکرايني کېدلو مفکوره له مينځه يوسي او دا شواهد په زياتېدو دي."

خو وروسته داسې وبرېښېده چې ښايي بایډن له خپل دریځه لږ په شا شوی او داسې اشاره یې ورکړه چې دا د امریکايي حکومت رسمي موندنې نه دي.

هلته اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د اپرېل پر ۱۲مه په ماریوپول ښار کې د کیميايي وسلو د کارونې په اړه ناتایید شوي رپورټونه په ډاګه کړل.

له اوونیو راهیسې د هغه ښار په لارو او کوڅو کې سخته جګړه شوې او د اوکراین بحري ځواک او د ازوف بټالیین په نوم ملېشې یې پیاوړې دفاع کړې.

د اوکراین مرستیال دفاع وزیر ویلي دي چې ممکنه ده چې فاسفورس لرونکې وسله د کیمیايي هغې په زمره کې نه راځي، خو په ماریوپول کې کارول شوې ده.

ماریوپول د اوکراین یو ویجاړ شوی ښار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00

د کیمیايي وسلو د استعمال د مخنیوي نړیواله اداره وايي، د اوکراین حالات له نېږدې څاري.

هلته بانفوذه چېچنیايي وګړي رمضان قدیروف چې سرتېري یې پر ماریوپول د روسیې د حملې په لومړۍ کرښه کې ول، د اپرېل پر ۱۳مه دعوه وکړه چې څه باندې ۱،۰۰۰ اوکرایني بحري سرتېري هلته تسلیم شوي دي.

په همدې حال کې امریکايي رسنیو خبر ورکړی دی چې پېنټاګان د اپرېل پر ۱۳مه د هغه هېواد د مخکښو وسلو جوړوونکو غونډه ورغوښتې چې د دې صنعت وړتیا ته په کتو د روسیې پرضد په جنګ کې د اوکراین پر ملاتړ ورسره وغږېږي.

امریکايي رسنیو د اپرېل پر ۱۲مه په خبر کې ویلي چې تمه ده چې واشنګټن به هم ژر اوکراین ته د سلګونه مېلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرستې واستوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG