د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بانک: د روسیې یرغل له وجې د اوکراین اقتصاد زښت ځپل شوی


اوکراینی ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي له کییف سره نېږدې په اېرپېن سیمه کې له یوه ړنګ پله سره په خوا کې ولاړ دی - د اپرېل څلورمې انځور
اوکراینی ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي له کییف سره نېږدې په اېرپېن سیمه کې له یوه ړنګ پله سره په خوا کې ولاړ دی - د اپرېل څلورمې انځور

نړیوال بانک اټکل کړی دی چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له وجې ښايي د هغه هېواد اقتصاد شاوخوا نیمايي کم شي.

بانک د اپرېل پر ۱۰مه په خپل رپورټ کې ویلي د دې لامل دا دی چې د روسیې د یرغل له وجې لویې کارخانې او د کور جوړونې پروژې ړنګې شوې دي او مېلیونونه خلک د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

رپورټ زیاتوي چې روسیې هوايي ډګرونه او د اورګاډي پټلۍ بمبار کړې دي او ډېری پلونه یې ویجاړ کړي دي.

د نړیوال بانک په رپورټ کې اټکل شوی چې تر ۱۰ مېلیونه زیات یعنې د اورکراین د ابادۍ تقریباً څلورمه برخه وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي او په دې کې څه د پاسه څلور مېلیونه داسې دي چې په نورو هېوادونو کې یې پناه اخیستې ده.

په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې د لویدیځ د سختو بندیزونو له وجې به د روسیې اقتصادي وده هم ۱۱ فیصده کمه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG