د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین د ولسي وګړو د ايستلو لپاره د نهو لارو پر خلاصولو رضا شوی دی


اوکرايني چارواکي وایي چې دې بمبارۍ یو شمیر ودانۍ په نښه کړې دي. د هغې سیمې ګورنر وايي چې د دې ودانیو په ويشتلو سره یو ولسي کس ژوبل شوې دی. 
اوکرايني چارواکي وایي چې دې بمبارۍ یو شمیر ودانۍ په نښه کړې دي. د هغې سیمې ګورنر وايي چې د دې ودانیو په ويشتلو سره یو ولسي کس ژوبل شوې دی. 

اوکراین په داسې وخت کې د ولسي وګړو د ايستلو لپاره د نهو لارو پر خلاصولو رضا شوی دی چې روسي ځواکونو نن سهار د هغه هيواد پر لوهانسک او دينپرو سیمو بمباري کړې ده .

اوکرايني چارواکي وایي چې دې بمبارۍ یو شمیر ودانۍ په نښه کړې دي. د هغې سیمې ګورنر وايي چې د دې ودانیو په ويشتلو سره یو ولسي کس ژوبل شوې دی.

بلخوا د اوکراین مرستیالې وزیر اعظمې ایریانا ویرسچوک د اپریل په لسمه ويلي چې د هیواد په ختیځو برخو کې د سختې جګړې له امله د ولس د وتو په چارو کې مرستې لپاره اوکراین د نهو لارو په کارولو رضا شوی دی.

مرستیالې وزیراعظمې په خپله ټيلي ګرام پاڼه په يو بیان کې ويلي چې په لوهانسک کې دا ټولې لارې به هله د ولس لپاره مدد ګارې شي چې که روسي ځواکونه هلته ډز بندي وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG