د لاسرسي ځای

تازه خبر

رسنۍ: پاکستان له طالبانو غوښتي چې مسعود اظهر وروسپاري


په هند کې مسلمانانو د مظاهرې پر مهال د جیش محمد د مشر مسعود اظهر انځور نیولی او د کشمیر په پلواما کې د برید غندنه کوي - پخوانی انځور.
په هند کې مسلمانانو د مظاهرې پر مهال د جیش محمد د مشر مسعود اظهر انځور نیولی او د کشمیر په پلواما کې د برید غندنه کوي - پخوانی انځور.

رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې د جیش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر ونیسي.

جیش محمد تنظیم په پاکستان کې تر بندیز لاندې دی.

خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د اظهر د موجودګۍ خبرونه رد کړي دي.

پاکستانیو رسنیو د سېپټېمبر پر ۱۳مه وویل، د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي لیک کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې اظهر ګرفتار کړي.

جیو نیوز ټېلېوېژن وايي، د وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ورته د نوم نه ښوولو په شرط ویلي چې په لیک کې له طالبانو غوښتنه شوې چې د اظهر د اوسېدو ځای معلوم کړي، اسلام اباد دې ورڅخه خبر کړي. هغه چارواکي وایلي چې په لیک کې راغلي چې د اسلام اباد په باور اظهر د افغانستان په کوم ځای کې اوسي.

نورو پاکستانیو رسنیو هم د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله ورته خبره کړې خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر دې موضوع له څه ویلو ډډه کړې.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته په استولي لیک کې ویلي چې ښايي اظهر په ننګرهار یا کونړ کې وي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د مسعود اظهر د موجودګۍ په اړه رپورټونه رد کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سېپټېمبر پر ۱۴مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې اظهر د افغانستان په خاوره کې پناه نه ده اخیستې.

بلخي په بیان کې ویلي چې بې له شواهدو او اسنادو دا ډول رپورټونه د افغانستان او پاکستان پر اړیکو منفي اغېز لرلای شي.

نوموړي د خپل حکومت دا دریځ تکرار کړی چې د افغانستان خاوره هېڅ وسله والې ډلې ته د نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د مشال او ازادي راډیوګانو د انګرېزۍ ژبې د ووبپاڼې مدیر او خبریال ابوبکر صدیق وايي، مسعود اظهر د "دېوبندي فرقې" د نظریې پلوی دی او "په پاکستان کې یو وتلی جهادي قوماندان یا مشر ګڼل کېږي. پر ده ډېر تورونه ده او [نوم یې] د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو د [ترهګرۍ] په لېسټونو کې شامل دی؛ په [همدې] خاطر پاکستان یو وخت د پنجاب په بهاولپور کې په خپل کور کې نظربند کړی وو خو که اوس دی خلاص شوی وي او افغانستان ته تللی وي نو دا د دې ښکارندوی دی چې پر پاکستان نړیوال فشار دی چې په افغانستان کې د [ترهګرو] هغسې ځالې جوړې نه شي چې د طالبانو په پخواني حکومت کې وې."

مسعود اظهر په ۱۹۹۹ز کال کې د طالبانو واکمنۍ پرمهال د یوې هندۍ مسافر وړونکې الوتکې په تښتولو کې په لاس لرلو تورن وو او له همدې کبله نوي دلي له اسلام اباده د هغه د ورسپارلو غوښتنه کوله.

پر جیش محمد ډلې په هند او د هغه هېواد تر واک لاندې کشمیر کې د وسله والو فعالیتونو یوشمېر تورونه پورې شوي دي او هغې ډلې یې ذمه وارۍ هم منلې دي.

د ۲۰۱۹ز کال په فبرورۍ کې د هند تر واک لاندې د کشمیر په پلواما کې پر سرتېرو د پاکستان مېشته وسله والې ډلې جیش محمد تر موټر بم ځانمرګي برید وروسته د نوي دلي او اسلام اباد اړیکي ترینګلي شول او د دواړو هېوادونو ترمینځ تاوتریخوالی هم وشو.

XS
SM
MD
LG