د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د هند ورانولو خوبونه پرېږدي: مودي


د هند وزيراعظم نريندرا مودي
د هند وزيراعظم نريندرا مودي

پراګ - د هند وزيراعظم ويلي چې پاکستان دې د هند د ورانولو خوبونه پرېږدي. نريندرا مودي نن [د فبرورۍ پر ۱۵مه] په نوي ډيلي کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي چې هر چا چې پر هندي ځواکونو بريد کړی، دوی به سخت ځواب ورکړي.

نوموړي دا وينا تر هغه وروسته کړې چې د فبرورۍ پر ۱۴مه، د هند تر واک لاندې کشمیر کې په موټر بم ځانمرګي برید کې ۴۴ هندي سرتېري ووژل شول. پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد د جمو او کشمیر پر لویه لار له سرینګر سره نېږدې په پلوامه سيمه کې د دې برید ذمه واري منلې.

​تر حملې وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې پر اسلام اباد غږ وکړ چې پر خپله خاوره د "هغو ترهګرو او وسله والو ډلو ملاتړ" ودروي چې په نورو هېوادونو کې بریدونه کوي. تر بريد وروسته هند پاکستان ته د تجارت په برخه کې ورکړل شوی ځانګړی امتياز واخيست او بلخوا يې ويلي چې د دې هېواد پر ضد به هر ډول سفارتي او اقتصادي فشار راولي.

په نوي ډيلي کې مېشت مشر خبريال او شنونکی پراوين سوامي وايي چې اوس د امريکا رول مهم دی چې څه کوي؟ د نوموړي په وينا دا وخت د پيسو له نړيوال صندوق سره د پاکستان خبرې روانې دي او امريکا هلته زيات رول لري او هند به هڅه کوي چې د امريکا له لارې پر پاکستان فشار زيات کړي چې د جېش محمد خلاف کاروايي وکړي.

نوموړی زياتوي چې مودي د تکړه مشر په حېث نوم لري او ولس له ده څخه د قاطع اقدام هيله لري.

"په هند کې درې مياشتې وروسته ټاکنې دي او د مودي پلويان غواړي چې هغه د پاکستان پر ضد سخت اقدام وکړي نو راتلونکې ورځې د هند او پاکستان لپاره له خطرې ډکې دي."

که څه هم نرېندرا مودي ويلي چې د سرتېرو دا قرباني به ضایع کېدو ته نه پرېږدي خو په عین وخت کې سپینې ماڼۍ هم په یوه بیان کې له پاکستانه غوښتنه کړې چې "سمدستي دې پر خپله خاوره د فعالو ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي."

دا چې پاکستان به د هند او نړيوال فشار په ترڅ کې د جيش محمد ډلې پر ضد کاروايي ته زړه ښه کړي او که نه؟ په پېښور کې د نړيوالو چارو پوه ډاکټر اعجاز خان خټک وايي چې په پاکستان کې پر جيش محمد ډلې باندې بنديز دی خو هغه په نورو نومونو فعاليت کوي او مشر يې [مولانا مسعود اظهر] په خلاصه پښه ګرځي.

نوموړی زياتوي چې پاکستان ته په کار دی چې د دې مخنيوی وکړي.

"د پلوامې له پېښې وروسته خو يې بايد مخنيوی وکړي خو دا مخنيوی مخکې لا په کار و. پاکستان بايد خپله مځکه د ترهګرۍ پر ضد کارولو ته پرېنږدي او پاکستان بايد په دې لړ کې خپله تګلاره څرګنده او جدي کړي."

له دې وړاندې په ۲۰۱۶م کال کې هم وسله والو د هند تر انتظام لاندې کشمير پر اوړي پوځي کېمپ په ډله ييز بريد کې لږ تر لږه ۱۷ هندي عسکر وژلي ول چې بيا وروسته هند د پاکستان پر خاوره د وسله والو پر ضد پټ عمليات کړي ول.

هند له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان تور پورې کوي چې په کشمیر کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي خو اسلام اباد په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د خپلواکۍ د حق لپاره د کشمیریانو سفارتي ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي

پر پاکستان په بريد کې د لاس لرلو د تورونو په غبرګون د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د فبرورۍ پر ۱۵مه وويل چې هند دې پر پاکستان د بېځايه تورونو له لګولو ډډه وکړي.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۴مه په خپاره کړي بيان کې په پلوامه کې پر برید "سخته اندېښنه" ښودلې وه او ويلي يې وه چې اسلام اباد د هندي حکومت او رسنیو له لوري "بې له تحقیقاتو له پاکستان سره د هغې حملې د تړاو تور ردوي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG