د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له خوا د ناقانونه ډلو ضد اقدامات به د نړيوالو اندېښنې ځواب کړي؟


د پاکستان حکومت له ناقانونو ډلو سره د تړاو درلودلو په توريوشمېر کسان نيولي دي.

په دې کې د جيش محمد د مشر مولانا مسعود اظهر زوی او ورو هم شامل دي.

جیش محمد د هند تر انتظام لاندې کشمير په پلوامه ضلع کې پر هندي عسکرو د شوي ځانمرګي بريد ذمه واري منلې وه چې په نتيجه کې يې د پاکستان او هند ترمنځ د فضايي حملو تبادله هم وشوه.

تردې وړاندې هم پاکستان په وار وار وسله والې ډلې ناقانونه ګرځولې وې او مشران او غړي يې نيولي وو خو ددې سربېره هم د نړيوالو هغه اندېښنې پر ځای نشوې چې تور لګوي چې اسلام اباد د وسله والو ډلو ضد کافي اقدامات نه کوي.

ايا د حکومت اوسنۍ اقدامات به د نړيوالو اندېښنې ځواب کړي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان پخواني ډپلوماټ اياز وزير او د سياسي چارو پوه رفيع الله کاکړ سره څېړل شوې دي.

پاکستان له لورې د ناقانونه ډلو پر ضد اقدام به د نړيوالو اندېښنې ځواب کړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG