د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان هندی هواباز پر واګه پوله وسپارلو


د پاکستان فضايي حدود سرغړوونکی هواباز ابینندن چې الوتکه یې پاکستانیو جنګي الوتکو رانسکوره کړې وه، نن د جمعې ورځ پر واګه پوله د دستاویزي کاروايي پس هندي چارواکیو ته وسپارل شو.

د نوموړي د نیولو اعلان د پاکستانپوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور د فبرورۍ پر ۲۷ مه په پنډۍ ښار کې د خبرې غونډې پر مهال وکړ. هغه ادعا وکړه چې د چارشنبې سهار وختي يې د هند جنګي الوتکې هغه وخت په نښه کړې چې د ده په وينا د پاکستان فضايي حدودو ته ورننوتلې. تر وړاندېد فېبرورۍ پر ۲۶مه نېټه د سېنشبې پر ورځ د هند بهرنيو چارو وزارت وويل چې ۱۶ جنګي الوتکو يې د پاکستان بالاکوټ تحصيل په جبه سيمه کې د مشکوکو ترهګرو يو روزنيز مرکز يې په نښه کړی دی.

امريکا پر پاکستان او هند د جګړې د نه اوږدولو غږ کړی خو له اسلام اباده يې غوښتي چې پر خپله خاوره دې د ترهګرو ډلو خلاف ګامونه واخلي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ حالات تر هغې وروسته دې حد ته ورسېدل چې د فبروۍ په ۱۴مه پاکستان مېشتې جېش محمد وسله والې ډلې د هند په پلوامه کې په يو ځانمرګي بريد کې ۴۴ پولیس ووژل.

اسلام اباد په بريد کې له لاس درلودلو انکار کړی وو.

د پاکستان ملکي چلند ادارې په هېواد دننه خپل فضايي حدود په جزوي توګه بیا پرانستلو او په دې سره یې د هېواد څلورو لویو ښارونو ته د سفر کولو اجازه ورکړه. دا یوه بله نښه برېښي چې له خپل سخت دښمن هند سره ترینګلتیا په کمېدو ده.

ادارې په خپله خپره کړې اعلامیه کې کښلي چې په هېواد دننه او نړیوالې الوتنې به کراچۍ، اسلام اباد، پېښور او کوټې ته تګ راتګ کولای شي.

خو دا یې هم ویلي چې له هند سره پر پوله پروت ښار لاهور هوايي ډګر به د مارچ تر څلورمې تړلی وي. اسلام اباد تر هغه بس خپل فضايي حدود وتړل چې د پاکستاني پوځ په وینا دوې هندۍ جنګي الوتکې یې رانسکورې کړې او یو پیلوټ یې هم نیولی دی. تمه کېږي چې هندی پیلوټ به نن د ورځې ناوخته خپل هېواد ته وسپارل شي، وزیر اعظم عمران خان دا د سولې پر لور ګام بللی.

هندی پېلوټ ابېنندن
هندی پېلوټ ابېنندن

د پاکستان بهرنيو چارو وزير د اسلامي هېوادونو سازمان (او ای سي) د خارجه وزيرانو په غونډه کې د ګډون نه کولو اعلان کړی دی.

شاه محمود قرېشي د او ای سي لخوا د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سوراج ته د جمعې ورځې (د مارچ لومړۍ ۲۰۱۹) په غونډه کې د درنې مېلمنې په توګه د ګډون بلنه په ورکولو سره دا فیصله کړې ده.

نن په دوهمه ورځ چې د سېنېټ او قامي اسمبلۍ ګډه غونډه د سپيکر اسد قیصر په مشرۍ پیل نو د بهرنيو چارو وزير ورته وويل بېګا ماسخوتن يې د اسلامي ملکونو سازمان (او ای سي) ته خط ليږلې چې پکې یې ورته ويلي که د هند بهرنيو چارو وزيرې ته ورکړې بلنه يې بیرته وانخیسته نو پاکستان په غونډه کې ګډون نه کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي

د شاه محمود قرېشي وينا وه: (هند نه خو د او ای سي غړی دی او نه هم څارونکی (مبصر). زموږ ملګري هېواد متحده عرب اماراتو له پاکستان، ترکيې، ايران او له ځینو نورو اسلامي ملکونو سره د سلا مشورې پرته د هند بهرنيوو چارو وزيرې سوشما سوراج ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ما د پاکستان دريځ متحده عرب اماراتو ته په وړاندې کولو سره دا خواست وکړو که کېدای شي نو خپلې فیصلې ته دې بیا کتنه وکړي خو د یاد هېواد د بهرنيو چارو وزير راته وويل د پلوامه پيښې وړاندې يې د هند بهرنيو چارو وزيرې ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه.)

سوشما سوراج نن د جمعې په ورځ د او ای سي په غونډه کې د درنې مېلمنې په توګه وکړو. نوموړې غونډې ته وويل د نړۍ یو مذهب هم چا ته د ترهګرۍ اجازه نه ورکوي او که موږ غواړو چې په دې سيمه کې دې امنيت وي نو هغه ملک چې له ترهګرو سره مالي مرستې کوي او پناه ورته ورکوي نو زور پرې راوړل پکار دي چې په خپل هېواد کې یې خاتمه وکړي.

خو د پاکستان پيپلز ګوند شريک چیېرمېن اصف علي زرداري د پارلېمان ګډې غونډې ته وويل پاکستان باید د او ای سي په غونډه کې ګډون کړی وای.

د نوموړي وينا: (په چارشنبه مې خپل ګوند ته وړاندیز کړی وو چې موږ له د او ای سي په غونډه کې له ګډونه انکار نه دی کول پکار ځکه چې دا ټول ملکونه زموږ ښه ملګري دي، هند په دې سيمه کې خپل اثر او رسوخ زياتول غواړي نو زه وس هم وایم په غونډه کې له ګډونه انکار نه دی کول پکار خو که د پاکستان پارلېمان دا فیصله ده چې شاه محمود قرېشي له نه دي تلل پکار نو زه پرې زيات څه نه وایم.)

د فېبرورۍ پر شپږويشتمه (۲۶) د هند لخوا د پاکستان په بالاکوټ سيمه کې د فضايي حمله کولو ورستو په پاکستان کې ډېری اپوزيشن ګوندونو له حکومته غوښتنه کوله که سوشما سوراج د او ای سي په غونډه کې ګډون کوي نو پاکستان له يې بايکاټ کول پکار دی.

اپوزيشن ليډر او د مسلم ليګ ن مشر شهباز شريف په موجوده حالاتو کې د او ايي سي په غونډه کې د ګډون نه کولو پرېکړه سمه بللې او وايي (د خارجه وزير مننه کوي چې د دې اېوان رايې ته يې درناوی ورکړو او د یو بل خط له لارې يې یاد تنظيم اګاه کړو چې د خارجه وزيرانو په غونډه کې يې ګډون نه کوي. هند چې د پاکستان پرضد کوم جارحيت کړی دې نو حکومت له لږ نور کوښښ کول پکار دي او اسلامي ملکونه دې د هند هغه ظلم چې په کشمير کې شورو کړې هغې نه دې هم خبر کړي.)

د پارلېمان ګډې غوندې په پای کې شاه محمود قرېشي پرېکړه لیک (قرارداد) وړاندې کړو چې ايوان په متفقه توګه منظور کړو.

په قرارداد کې ويل شوي پاکستان د او ای سي ممبر دې او د دې تنظيم په غونډه کې د هندې د بهرنيو چارې وزيرې ته د محترمې ميلمنې په حېث د ګډون بلنه ورکول د تشويش وړ خبره ده او پاکستان به د احتجاج په توګه په کنفرانس کې ګډون نه کوي.

په قرارداد کې ويل شوي پاکستان په پلوامه پيښې هند ته د پلټنو وړانديز وکړ خو دغه هېواد بې له ثبوتونو پر پاکستان تورونه ولګول. هند د پاکستانۍ پولو سرغړونې په کولو سره تېری کړی دی او دا ايوان یې غندنه کوي.

XS
SM
MD
LG