د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د جیش محمد مشر مسعود اظهر ترهګر ونوماوه


د جیش محمد مشر مسعود اظهر
د جیش محمد مشر مسعود اظهر

ملګرو ملتونو د یوې پاکستانۍ وسله والې ډلې جیش محمد مشر مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولی دی.

نن د مې پر لومړۍ نېټه (۲۰۱۹) د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر القاعده او داعش باندې د بندیزونو لګولو کمېټۍد ۲۰۰۸ ز کال پر ۱۸۲۲م او اړونده نورو پرېکړه لیکونو د عملدارۍ کولو له مخې مسعود اظهر د ترهګرانو په نوملړ کې شامل کړ. اوس به د هغه ټولې شتمنۍ کنګلېږي، تر سفري بندیزونو لاندې به وي او هېڅ ډول وسله به نه شي ګرځولی.

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې د مسعود اظهر په باب ځینې معلومات ورکړل شوي.

د ترهګرۍ په نړیوال نوملړ د مسعود اظهر په ور اچولو سره یې اوس شمېر ۴۲۲ ته ورسېدلو.

نوم: مسعود اظهر

زېږون نېټه: ۱۹۶۸ز کال د جولای ۱۰مه

زوکړې ځای: بهاولپور، پنجاب صوبه، پاکستان

چین وړاندې د ترهګرۍ په نړیوال نوملړ کې د مسعود اظهر نوم اچول په تکنيکي بنيادونو ځنډولی وو چې امریکا، بریتانيا او فرانسې یې وړانديز کړی وو.

جیش محمد د فبرورۍ په مياشت کې د کشمير په پلوامه کې پر هندي ځواکونو د بريد زمه واري منلې وه.

هند له ۲۰۱۶ز کال راهیسې مسعود اظهر د ترهګرۍ په جهاني نوملړ کې د اچولو غوښتنه وه خو چین یې مخالفت کولو خو په سېشنه د چین په اړه داسې اطلاعات ول چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټۍ سره جوړجاړي ته رسېدلی وو.

XS
SM
MD
LG