د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سفارت: زیاتره افغانانو د ویزې غوښتنلیکونه سم نه دي ډک کړي


د پاکستان سفارت وايي د ویزې غوښتنلیکونه باید پوره او په سم ډول ډک شي - پخوانی انځور.
د پاکستان سفارت وايي د ویزې غوښتنلیکونه باید پوره او په سم ډول ډک شي - پخوانی انځور.

په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي دي چې د افغانانو د ویزو "زیاتره غوښتنلیکونه سم نه دي ډک" شوي.

سفارت د جون پر شپږمه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په بیان کې لیکلي چې په ځانګړي ډول هغه بلنلیکونه سم نه دي ډک شوي چې افغانانو ته یې ملګرو یا خپلوانو وراستولي دي.

سفارت په دې ترڅ کې مثال ورکړی دی چې په ډېریو غوښتنلیکونو کې پاکستان ته د ورتلونکو افغانانو د پاتې کېدو ځای په اړه معلومات نه وي. د سفارت په خبره، همدا لامل دی چې زیاتره درخواستونه بیاکتنې ته استوي.

په بیان کې راغلي چې خلک دې له پاکستانه وراستول شوي بلنلیکونه په سټامپ پېپر نه جوړوي او د قانوني کولو لپاره دې ورباندې بېلابېلې ټاپې نه لګوي بلکې په "یوه ساده کاغذ دې ټول معلومات لکه پته، د ټېلېفون شمېره" لیکل ضروري دي. بیان وايي، که پاکستان ته د یوه افغان وګړي وربلونکی پاکستانی وګړی وي نو د هغوی "د شناختي کارډ شمېره" او همداراز، که دعوتوونکی افغان وګړی وي نو د هغه د "کډوالۍ کارډ (پي او ار) یا پاسپورټ شمېره" هم باید په بلنلیک کې ولیکل شي.

د پاکستان سفارت په بیان کې زیاته کړې چې د ویزې د غوښتنلیک د فارم (فورمې) نورې ټولې برخې ډکول هم ضروري دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت دا بیان پر داسې وخت خپور کړی دی چې ډېری افغانان شکایت کوي چې د پاکستان ویزې په سختۍ ورکول کېږي او ګڼ محصلین او ناروغان له مشکلاتو سره مخامخ دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې افغانانو ته د انلاین ویزې ورکولو بهیر پیل کړی وو خو په عین وخت کې په کابل او د افغانستان په جلال اباد، کندهار او مزار شریف کې کونسلګریو هم ویزې ورکولې.

اوسمهال د پاکستان حکومت افغانانو ته یوازې انلاین ویزې ورکوي چې د هغې لپاره باید غوښتنلیک د پاکستان د نفوسو او نورو اسنادو د ثبت ادارې (نادرا) پر ووبپاڼه ډکېږي.

د پاکستان حکومت له تېرو څه د پاسه شپږو کلونو راهیسې د افغانانو لپاره د ویزې او پاسپورټ لرل لازمي کړي دي او بې له دې اسنادو هېچا ته هلته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG