د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، افغان وګړو ته یې ویزه اسانه کړې


په جلا اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د خلګو قطارونه.
په جلا اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د خلګو قطارونه.

پاکستان وايي افغان وګړیو لپاره يې په کابل کې له پاکستان سفارته او جلال اباد، مزار شريف او کندهار کونسلګريو د پاکستان ويزې ترلاسه کولو بهیر نور هم اسان کړی دی.

په کابل کې د پاکستان سفارتخانې د ډېسېمبر پر ۲۲مه په خپل بيان کې ویلي د ياد ملک ويزې ترلاسه کولو لړ کې د فارمونه راټولو لپاره يې د کړکیو شمېر له اوو څخه ۱۷ ته لوړه کړې چې پکې د علاج لپاره تلوونکو، زده کوونکو، سوداګرو، او ښځو لپاره بېلې برخې او کړکۍ پرانستلې دي.

په بيان کې ويل شوي د کابل سفارتخانې تر څنګ، په جلال اباد، کندهار او مزار شریف کې کونسلګریو د حکومت په لارښوونه افغان وګړو ته انلاین ویزه ورکول هم پیل کړي دي.

په افغانستان کې له تېرې یوې اوږدې مودې راهيسې خلک دا شکایت لري چې په کابل کې د پاکستان سفارتخانې او په ځينې نورو ښارونو کې د ياد هېواد په کونسلګریو کې د زيات رش لوجې ويزې په ترلاسه کولو کې له سختو ستونزو سره مخ وي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په اکتوبر مياشت کې په جلال اباد کې ټيل ماټيل د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان وژلي او ۱۳ نور يې ژوبل کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG