د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د پوځ نوي مشر ټاکلو لایحه وزیراعظم ته لېږدول شوې ده


د پاکستان د پوځ نوی مشر چې وټاکل شي نو تلونکی مشر ورته د قوماندې لښته سپاري - پخوانی مشر.
د پاکستان د پوځ نوی مشر چې وټاکل شي نو تلونکی مشر ورته د قوماندې لښته سپاري - پخوانی مشر.

د پاکستان د دفاع وزير ويلي چې د پوځ د نوي مشر ټاکلو لپاره لايحه (سمري) له دفاع وزارته د وزيراعظم دفتر ته رسېدلې ده.

خواجه محمد اصف د نومبر پر ۲۲مه ناوخته پر خپله ټوېټرپاڼه په بیان کې زیاته کړې چې په دې لړ کې به نورې مرحلې هم ډېر ژر سر ته ورسېږي.

تر دې شاوخوا يو ساعت وړاندې د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي وو چې د پوځ مرکزي دفتر (جي اېچ کيو) د پوځ د مشر او د پوځي مشرانو د ګډې کمېټۍ (جواينټ چيفس اف سټاف کمېټي) د مشر ټاکلو لپاره د شپږو تر ټولو زياتو کاري سابقه لرونکو لېفټېننټ جنرالانو نومونه دفاع وزارت ته لېږدولي دي.

خواجه اصف تر دې وړاندې د نومبر پر ۲۲مه د اردو ژبې شخصي جيو نيوز ټېلېوېژن ته ويلي ول چې د پاکستان وزيراعظم به د هغه هېواد د نوي پوځي مشر د ټاکلو پرېکړه کوي. نوموړي زياته کړې وه چې په دې لړ کې به په "راتلونکو ۲۴ ساعتونو" کې ډېر پرمختګ وشي.

د پاکستان پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده د نومبر پر ۲۹مه پای ته رسي او تر هغه وړاندې بايد نوی پوځي مشر وټاکل شي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په وروستيو کې ويلي ول چې هغه به د افسرانو کار، تجربې او سابقې ته په پام د نوي پوځي مشر ټاکلو پرېکړه کوي.

د وزيراعظم دفتر ته د لېږدول شويو شپږو پوځي افسرانو نومونه پټ ساتل شوي خو یوشمېر پاکستاني رسنۍ د سرچينو په حواله ادعا کوي چې په هغه لايحه کې په ترتيب د لېفټېننټ جنرال عاصم منير، لېفټېننټ جنرال ساحر شمشاد، لېفټېننټ جنرال اظهر عباس، لېفټېننټ جنرال نعمان محمود، لېفټېننټ جنرال فيض حميد او د لېفټېننټ جنرال محمد عامر نومونه شامل دي.

جنرال باجوه په ۲۰۱۶ز کال کې د پوځ مشر ټاکل شوی وو خو پخواني وزیراعظم عمران خان یې درې کلنه کاري موده د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې په قانون کې تر بدلون وروسته وغځوله. په پاکستان کې د نوموړي د ځایناستي ټاکلو پر موضوع له یوې مودې راهیسې تاوده بحثونه روان دي.

XS
SM
MD
LG