د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: د پوځ مشر دنده دې نه غځول کېږي


اڅکزي وویل لوړپوړي افسران دې د خپلو دندو غځولو غوښتنه نه کوي
اڅکزي وویل لوړپوړي افسران دې د خپلو دندو غځولو غوښتنه نه کوي

کوټه ـ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې پارلېمان باید په پوځي قانون کې بدلون ونکړي او د پوځ مشر دنده ونه غځوي.

دا خبره نوموړي د جنورۍ پر پېنځمه پر داسې مهال په کوټه کې خبري غونډې ته کړې چې ټاکل شوې حکومت د جنورۍ پر شپږمه د پوځي قانون ترمیمي مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، د پوځ لوړپوړي افسران دې هم د خپلو دندو د غځولو غوښتنه نه کوي.

د ملک د مځکني، سمندري او هوايي ځواک په اړه دا بیل د پاکستان د سېنېټ او قومي اسمبلۍ د دفاع قايمه کميټۍ وار له مخې منظور کړی دی.

خو ځینې سیاسي ګوندونه او د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د پوځ د مشرانو د کار د مودې غځولو له وجې په پاکستان کې تل پر سیاست منفي اغېز شوی دی.

د پاکستاني پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوا د دندې موده د ۲۰۱۹م کال د نومبر پر ۲۸مه پای ته رسېده خو سپریم کورټ د باجوه دنده شپږ میاشتې نوره په دې شرط وغځوله چې حکومت به په دې موده کې ورته قانوني چوکاټ جوړ کړي.

د پاکستان تحریک انصاف وفاقي حکومت هڅه کوي چې د سپریم کورټ له خوا په ورکړل شوې شپږ میاشتنۍ موده کې دننه د پوځ د مشر مودې غځولو ته قانون سازي وکړي.

دا چې د دې بدلونونو به څه ګټه وي او د پوځ پر نورو دندو یا رتبو به یې څه اغیز وې او کنه؟ په دې اړه د امنیتي چارو پوه او پخواني بریګیډییر سعد محمد خان د جنورۍ پر څلورمه مشال رېډيو ته وویل، د قانون له جوړېدو سره به وزیراعظم ته دا اختیار وي چې د خپلې خوښې یو تن د پوځ مشر جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه، له دې سره به په پوځ کې د نورو کسانو پر دندو هم څه اغیز نه کېږي:

"د پوځیانو د ملازمت د مودې او د هغوی د عمر ذکر په قانون کې نه دی شوی، نه دا یادونه په ارمي ایکټ کې شوې وه او نه په ایین کې. د پوځ مشر د دندې متعلق سپریم کورټ نشاندهي کړې وه او په هغې اوس قانون سازی کېږي. د پوځ مشر لپاره به وزیراعظم په لېفټېنېنټ جنرالانو کې یو تن چې زیات عمر لرونکیو کې وي، هغه به منتخبوي."

خبریال شمیم شاهد وايي، په تېرو وختونو کې د جنرال ضیاالحق، جنرال یحیا خان ، اشفاق پرویز کیاني او پرویز مشرف د ملازمت مودې غځولو له وجې پاکستان له یو شمېر منفي اثراتو سره مخامخ شوی وو.

نوموړی وايي، باید د پوځ مشر په شپیته کلنۍ کې ریټایرډ شي او د ارمي ایکټ په برخه کې د سیاسي ګوندونو اندېښنې ختمې کړل شي:

"موجوده وخت کې به د دې قانون سازی غټه ګټه عمران خان ته وي ځکه چې پر هغه دا الزام وو چې د پوځ ملګرتیا ورسره ده او که اوس دا قانون منظور شو نو د عمران خان او جنرال باجوه اړیکې به نورې قوي شي. د دې قانون سازۍ ګټه به نورو ادارو لکه عدلیه او پارلیمان ته هم زیاته ورسږي. او پوځ کې به هم دا یو روایت جوړ شي چې کوم سرلښکر راځي ، هغه به تر عمره یا تر ډيره وخته پورې پر دې دنده وي، دغسې د پوځيانو د ترقۍ او نظامي چارې به متاثره کېږي."

د پاکستان ځینو سیاسي ګوندونو جمعیت علما اسلام ف، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل پارټۍ او جماعت اسلامي هم د پوځ د مشر کاري مودې غځولو لپاره په ایین کې د بدلون مخالفت کړی دی خو پاکستان مسلم لیګ ن، عوامي نیشنل ګوند په ګډون ځینونو نورو د دې بدلون ملاتړ کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG