د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د خبريالانو د ژغورنې قانون جوړ شو خو عملي به شي؟


په اسلام اباد کې يوه خبريال د مرکې په مهال - انځور له ارشیفه
په اسلام اباد کې يوه خبريال د مرکې په مهال - انځور له ارشیفه

د پاکستان د خبريالانو وفاقي اتحادیه وايي، د رسنيو سره د کار کوونکو د خوندي ساتلو لپاره راوړل شوی قانون بايد يوازې تر کاغذونو پاتې نه شي او په بشپړ ډول دې عملي شي.

د دې اتحادیې مشر شهزاده ذوالفقار د دیسمبر په پينځمه مشال رېډيو ته وويل چې د نومبر په مياشت کې له پارليمانه د منظور شوي قانون هرکلی کوي خو په پاکستان کې ستونزه د قوانينو د نه شتون نه بلکې د عملي کولو ده. هغه زياته کړه له همدې وجې خبريالان وېرېږي او تحقیقاتي کار نه شي کولی: "لوی مشکل دا دی چې قوانين ډېر دي خو څوک یې عملي کوي نه. بله لويه مسله دا ده چې د ځينو بااثره خلکو په اړه رپورټونه کول له خطره ډک وي. ځکه خو په پاکستان کې تحقیقاتي ژورناليزم نشته. کوم تحقیقاتي کار چې کېږي هغه له ملکه بهر خبريالان کوي. نو قانون جوړ شو مګر ایا عمل به پرې وشي؟"

د خبريالانو د خوندي ساتنې نړيوالې کمېټې (سي پي جی) د راټولو کړو معلوماتو ترمخه په پاکستان کې له ۱۹۹۲ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۶۳ خبريالان وژل شوي او په سلګونو نور په بېلابېلو وختونوکې بنديان شوي دي. دې ادارې پر خپل ويب سایټ ليکلي چې په پاکستان کې خبريالانو ته له وسله والو ډلو، مافیا او امنيتي ځواکونو ګواښونه موجود دي.

دلته هدفي وژنې ډېرې دي. خو موږ پرې تحقیقاتي راپور نه شو کولی.
رسول داوړ

د تحريک انصاف حکومت له خوا په نوي قانون کې ويل شوي چې د دغو ګواښونو او نورو شکايتونو په اړه اورېدو لپاره به اوس يو کمېشن جوړېږي چې غړي به یې د خبريالانو استازي او حکومتي چارواکي وي. همداراز په دې قانون کې د رسنيو ادارو ته ويل شوي چې خامخا به د خبريالانو د خوندي ساتلو لپاره ګامونه اخلي او د ضرورت په وخت به ورسره مالي مرسته کوي. د دې تر څنګ خبريالانو ته دا حق ورکړ شوی چې د تنخا د ځنډيدو په صورت کې د دفتر مشر په خلاف حکومت ته شکايت وکړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري د دیسمبر پر دویمه نېټه په اسلام اباد کې د دې قانون د تشريح کولو په وخت وويل چې دا د تحريک انصاف حکومت بېساری اقدام دی. هغه ادعا وکړه چې په پاکستان کې رسنۍ تر بل هر ځايه ازادې دي او د حکومت له خوا پرې هېڅ فشار نشته. "ډېر هر اړخيز قانون مو راوړی دی. په نړيواله کچه دا تاثر ورکول کېږي چې په پاکستان کې د رسنيو ازادي نشته. که په پاکستان کې دا ازادي نه وي نو بيا خو په هېڅ ځای کې نشته ځکه چې موږ له هر بل هېواده ډېره ازاده ميډيا لرو. مسلمان هېوادونه او ان د لومړۍ کچې پرمختللې هېوادونه هم په موږ پسې نه شې رسېدلی کله چې هم د رسنيو د ازادۍ خبره کېږي."

خو د بې پولو خبریالانو نړیوال سازمان، د ۲۰۲۱ز کال راپور ښيي چې په پاکستان کې رسنۍ ازادې نه دي او له همدې کبله دا ملک له ۱۸۰ هېوادونو په لیست کې په ۱۴۵ نمبر دی.

د خبریالانو لپاره کارکوونکې دې ادارې د خبريالانو د خوندي ساتنې دا نوی قانون بې مانا بللی او د دیسمبر په لومړۍ نېټه یې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان حکومت په دې کار سره د رسنيو خاموشه کول غواړي.

په خبرپاڼه کې د قانون په شپږمه دفعه يا ماده نيوکې شوې چې پکې راغلې د غلطو معلوماتو خپرونکو او نفرت پارونکو رسنيو پر ضد به جنايي مقدمې درج کېدلی شي. بې سرحده خبريالان وايي حکومت نفرت پارونه او غلط معلومات نه دې تعريف کړي او د دغو اصطلاحاتو په مجهوله ساتلو سره به د هغو خبريالانو پر ضد ګامونه اخلي چې د حکومتي پالیسيو په اړه تنقيدي راپورونه جوړوي.

که په پاکستان کې دا ازادي نه وي نو بيا خو په هېڅ ځای کې نشته ځکه چې موږ له هر بل هېواده ډېره ازاده ميډيا لرو.
فواد چودري

په ۲۰۱۸ز کال کې د خیبرپښتونخوا سره شاملې شوې او د پاکستان تر ايين لاندې راغليو قبايلي سيمو خبريالان هم له دې قانونه ډېرې هيلې نه لري.

ازاد خبريال رسول داوړ د دیسمبر په پينځمه مشال رېډيو ته وويل چې په قبايلي ضلعو کې نه په بشپړ ډول عدالتونه شته او نه هم پولیس نظام نو ځکه د ډېرو امنيتي مسايلو په اړه له راپور ورکولو ډډه کوي. "تر اوسه داسې ګڼل کېږي لکه دا سيمې چې اوس هم قبايلي وي. زه به یو مثال درکړم. دلته هدفي وژنې ډېرې دي. خو موږ پرې تحقیقاتي راپور نه شو کولی. که کوو یې نو خطر راته پېښېږي."

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ترمخه، په دې ملک کې له ۱۱۲ ډېر ټېلېويژن چېنلونه، ۲۷۳ راډيو سټېشنونه او ۷۰۷ ورځنۍ او ونیزې ورځپاڼې موجودې دي. خو د خبريالانو لپاره کارکوونکې ادارې دا رسنۍ په بشپړه ازادې نه ګڼي. د ۲۰۲۱ کال په اپريل کې په پاکستان کې د بيان ازادۍ لپاره کارکوونکې ادارې، فرېډم نيټورک په خپل يو راپور کې ويلي وو چې په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوې، د تحريک انصاف په حکومت کې پر رسنيو قدغنونه ډېر شوي دي. د دې راپور ترمخه، د ۲۰۲۰ کال اپريل راهيسې د پاکستاني رسنيو د حقونو د تروړنې ۱۴۸ پېښې ثبت شوي چې پکې د ۲۷ خبریالانو پر ضد کېسونه درجېدل شامل دي.

XS
SM
MD
LG