د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې او ډنډ پټان مشران پر ډزبندۍ سلا شوي دي


 د نومبر پر ۱۹مه او ۲۰مه دوپرزیو او بنګښو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ملګرتيا له افغان طالبانو سره نښته وکړه. (عکس: ارشیف)
 د نومبر پر ۱۹مه او ۲۰مه دوپرزیو او بنګښو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ملګرتيا له افغان طالبانو سره نښته وکړه. (عکس: ارشیف)

د کورمې قبایلي مشرانو د مځکې پر سر د رامنځ ته شوې شخړې هواري لپاره د پولې هغې غاړې ته د ډنډ پټان ولسوالۍ له مشرانو سره خبرې اترې پیل کړې دي.

په مذاکراتو کې شامل د خرلڅیو ځایي مشر ملک سید ناصر حسین د نومبر پر ۲۴مه ناوخته مشال راډیو ته ویل چې دوي په خپلو کې پر دې سلا شوي‌ چې لومړی دې ډزبندي وشي او بیا دې نورې خبرې اترې مخته لاړې شي.

ملک سید ناصر حسین زیاته کړه چې په دې لړ کې به د نومبر پر ۲۶مه یو ځل بیا ناسته کوي چې دې شخړې ته د حل لاره پیدا کړي.

دا له هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۲۳مه ماسپښين له کورمې د دوپرزایو او بنګښو په ګډون ۱۵ قبایلي مشران د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته پرتې د ډنډ پټان ولسوالۍ ته ورغلل او هلته یې له شاوخوا ۲۰ ځايي مشرانو سره خبرې اترې وکړې.

که څه هم د پاکستاني او هلته د طالبانو د حکومت غړي په دې جرګه کې شامل نه وو خو د ګډونوالو په وینا، دوی ته د دواړو حکومتونو ملاتړ ترلاسه دی.

دا پر ۱۸ نومبر د پولې هغې خوا ته له طالبانو سره د مځکې پر سر د دوپرزایو او بنګښو تر جګړې پیلېدو وروسته لومړی ځل دی چې د دواړو غاړو قبایلي مشرانو خبرې اترې کړې دي.

د پاړه چینار یو ځايي مشر حاجي رووف حسین مشال راډیو ته وویل، دا بدبختي ده چې پر دې مسله تر خبرو اترو وړاندې جګړه وشوه چې د ده په وینا د دواړو غاړې خلک یې اغېزمن کړي دی.

نوموړي زیاته کړه چې د پولې د دواړو غاړو ولس غواړي چې دا شخړه په سوله ییزه توګه هواره شي او دا د ده په وینا د پیل شویو خبرو اترو له لارې ممکنه ده.

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې پر ډیورند کرښه جګړه درېدلې خو هره شېبه اندېښنه لري چې بیا به جګړه پیل شي.

د ډنډ پټان يو اوسېدونکي د نوم د نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل، "په ډنډ پټان کې حالت ډېر خراب دی،‌ خلک له خپلو کورونو وتلي دي، د جنګ له وجې خلکو کډې وکړې، د سرپناه ځای نه‌لري."

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۹مه او ۲۰مه دوپرزیو او بنګښو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ملګرتيا له افغان طالبانو سره داسې وسله واله نښته وکړه چې پکې د ځايي چارواکو په وينا يو پاکستانی سرتېری، يو طالب او يو ولسي وګړی ووژل شول.

نښته د ډېورنډ کرښې هغې غاړې، د افغانستان خوا ته پر پاتې ځمکې د لانجې پر سر شوې ده. د ځايي خلکو په خبره، طالبانو هلته پوستې‌ او سړکونه جوړول خو د کورمې دوپرزي او بنګښ وايي‌ چې دا ځمکه د دوی ده او د پاکستاني پوځ د اغزن تار د تېرولو په وخت اخوا پاتې شوې ده.

د تر دې جرګه وړاندې پاکستانيو چارواکو هم له طالبانو سره خبرې اترې کړې وې خو هغه ځکه بې نتیجې پاته شوې وې چې پر هغه مځکه د دوپرزیو او بنګشو ملکیت نه وو منل شوی.

د طالبانو دا دریځ و چې د دې ازغن تار دې خوا ته ټوله سیمه خپله بولي او هلته تعمیراتي کار کولو ته به دوام ورکوي.

په ۲۰۱۷ م کې د پاکستان حکومت پر ډيورنډ کرښه د ازغن تار لګول پیل کړل. چارواکو ادعا درلوده چې دا کار د امنيت ښه کولو لپاره کوي.

د افغانستان د هغه مهال حکومت د باړ لګولو اقدام یو اړخیزه بللی وو او مخالفت یې وکړ چې ورسره د دواړو ملکونو ترمینځ تعلقات ترینګلي شوي ول. خو پاکستان د اغزن تار لګولو ته دوام ورکړ او تېر کال یې وويل چې نيږدې ۹۵ فېصده کار یې بشپړ کړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG