د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود فریشي کابل ته تللی


د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي، د طالبانو مشر ملا عبدالغني برادر او د ای اېس ای مشر فیض حمید په اسلام اباد کې: ۲۰۲۰، ۲۵م اګست
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي، د طالبانو مشر ملا عبدالغني برادر او د ای اېس ای مشر فیض حمید په اسلام اباد کې: ۲۰۲۰، ۲۵م اګست

پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن (اکتوبر ۲۱) کابل ته رسېدلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې نوموړی به په دې یوه ورځني سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د عبوري حکومت له مشرتابه سره ویني.

په دې ملاقاتانو کې به په دوه اړخیزه اړیکو او په بیلا بیلو میدانونو کې د همکارۍ ډېرولو لپاره په لارو چارو خبرې کېږي.

بیان زیاتوي چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمینځ پولې د کوویډ-۱۹ تر لارښوونو لاندې د سوداګرۍ او خلکو د تګ راتګ لپاره پرانستی ساتلی دی او د افغانانو لپاره د ویزو د اسانتیاو او تجارتي سامانونو د وړلو راوړلو لپاره لارې چارې ګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د کابل په سفر دی چې افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ دی او د طالبانو مشران په دې هڅه کې دي چې نړۍ یې په رسمیت وپیژني.

بل خوا ملګرو ملتونه او نړیوالو په طالبانو غږ کړی چې د بنیادي بشري حقونو دفاع ته لومړیتوب ورکړي او د تلپاتې سولې لپاره یو ریښتونې ټول شموله حکومت جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG