د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپېو: د سولې بهیر پرمختګ لپاره "باید تاوتریخوالی کم" شي


پامپېو وویل، د تاوتریخوالی زیاتېدل ورته د منلو وړ نه دي
پامپېو وویل، د تاوتریخوالی زیاتېدل ورته د منلو وړ نه دي

واشنګټڼ - د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي په افغانستان کې د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره باید په تاوتریخوالی کې سمدستي کموالی راشي.

مایک پامپېو وايي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ځینو برخو کې د تاوتریخوالي پیل د منلو وړ نه دی.

پامپېو د مارچ پر پېنځمه په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې لاسلیک او د امریکا او افغانستان ترمنځ ګډه اعلامیه په هېواد کې د دایمي سولې د ټینګښت بنسټ وباله او زیاته یې کړه چې د دې لارې په اوږدو کې به خنډونه خامخا وي.

هغه وویل: "زموږ په مخکې پرته لاره به ستونزمنه وي، موږ یې اټکل کړی وو، او دا اټکل سم وو، په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په ځینو برخو کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د منلو وړ نه دي، تاوتریخوالی باید سمدستي کم شي چې د سولې بهیر پرمخ ولاړ شي، ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ د طالبانو له مرستیال مشر ملا [عبدالغني] برادر سره په دې اړه مستقیمې خبرې وکړې، د تاوتریخوالي د کمېدو د غوښتنې ترڅنګ موږ به همداراز پر ټولو اړخونو فشارونو ته دوام ورکړو، چې له زور ښوولو لاس واخلي او د بندیانو د خوشې کولو په اړه عملي خبرې پیل کړي."

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما هم د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې وه.

د سولې تړون: افغانستان کې تېر ۱۸ کلونه څه تېر شول؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:44 0:00

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاسلیک وروسته د هېواد په ځینو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو د حملو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شول خو د مارچ پر څلورمه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو یوه ویاند وویل چې د هېلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو د دفاع لپاره پر طالبانو هوايي حمله کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د امنیتي ادارو چارواکي وايي چې طالبانو د اورکم په اوونۍ کې، او تر هغه وروسته له خپلو ژمنو ښکاره سرغړونه کړې ده او د ملکيانو او د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو پرضد یې وسله وال فعالیتونه کړي دي.

د ملي امنیت شورا د مارچ پر پېنځمه په یوه بیان کې وویل چې په دې اړه د امنیتي څانګې د مشرتابه په غونډه کې بحث وشو.

بیان زیاتوي چې افغان ځواکونه اوس هم په دفاعي حالت کې دي او د اړتیا په صورت کې به لازم اقدامات وکړي.

بل خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د مارچ پر پېنځمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د طالبانو وسله وال بریدونه د توجیه وړ وبلل.

هغه وویل: "ځینې موارد شته چې د موافقه لیک تر مخې پر هغو د اسلامي امارت مجاهدین برید کولای شي ځکه بشپړ اوربند نه دی، خو بیا هم موږ لاس نیولی او په هغه اندازه بریدونه مو نه دي کړي."

په افغانستان کې د سولې د راوستو په موافقه کې چې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمینځ لاسلیک شوه راغلي دي چې بین الافغاني خبرې به د مارچ پر ۱۰مه پیل شي، خو د بندیانو تبادلې د دې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

طالبان ټینګار کوي چې د خبرو تر پیل مخکې باید د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو او د افغان حکومت د ۱،۰۰۰ بندیانو تبادله وشي خو ولسمشر اشرف غني ویلي دي چې طالبان د بندیانو تبادله باید له حکومت سره د خبرو لپاره د یو شرط په توګه مطرح نه کړي.

غني ویلي دي چې د بندیانو د خوشې کولو صلاحیت افغان حکومت لري او په دې اړه به په بین الافغاني خبرو کې بحث وشي.

په افغانستان کې د ناټو جګپوړي ملکي استازي نیکولاس کې د مارچ پر څلورمه "امریکا غږ" ته وویل چې د بندیانو خوشې کول د افغان حکومت کار دی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په خپلو څرګندونو کې وویل، ټول اړخونه پوهېږي چې اوس د بندیانو د تبادلې وخت رارسېدلی دی.

رپورټ: احمد تکل، ازادي راډیو

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG