د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد: د سولې تاریخي موقع باید له لاسه ورنه کړل شي


زلمی خلیلزاد لله قطره کابل ته ستون شوی
زلمی خلیلزاد لله قطره کابل ته ستون شوی

کابل - د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې تاریخي فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي.

هغه د مارچ پر پېنځمه سهار پر خپل ټوېټر لیکلي: "موږ ټول باید کار وکړو چې د سولې پر وړاندې هغه خنډونه لېرې کړو چې د بین الافغاني خبرو لپاره مو کار ټکنی کوي، زه پر ټولو افغانانو غږ کوم چې هېواد ته لومړیتوب ورکړي او دا تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي."

پر ټوېټر د خلیلزاد بیان

د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې له طالبانو سره د سولې تر هوکړې لاسلیکولو وروسته کابل ته ستون شوی.

دی وايي، امریکا ژمنه ده چې د بندیانو تبادلې ته زمینه برابره کړي او "موږ له دواړو خواو ملاتړ کوو چې د پام وړ شمېر بندیان خوشې کړي."

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د جګړې پای، د تاوتریخوالي د ختمېدو او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره له هر اړخیزو هڅو چې د افغانانو د غوښتنې مطابق وي، درېغ نه کوي.

افغان حکومت وايي، دایمي اوربند او د افغان وژنې لړۍ درول هغه ټکي دي چې د تلپاتې سولې لپاره لاره پرانېزي.

د ولسمشر ویاند مرستیال لطیف محمود د مارچ پر پېنځمه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل: "زموږ اصلي هدف دا دی چې جګړې او د تاوتریخوالي کچې ته د پای ټکی کېږدو او دا غوښتنه د افغانانو هم ده. د جګړې د پای لپاره، د تاوتریخوالي د ختمېدو او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره هر اړخیزې هڅې زموږ له خوا روانې دي، او موږ د اساسي قانون او د ملي ګټو په رڼا کې دغه بهیر ته ورځو. "

محمود وايي، د طالب زندانیانو د خوشې کېدو په اړه سلا مشورې او پرېکړې به د سولې په بین الافغاني خبرو کې وشي.

له عبدالله عبدالله سره د خلیلزاد ملاقات

دغه راز خلیلزاد د مارچ پر څلورمه د ملي یووالي حکومت له اجراییه رییس سره کتلي دي.

اجراییه ریاست وايي، د لیدنې په پیل کې عبدالله عبدالله او د ثبات او همپالنې ټیم مشرتابه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په برخه کې د زلمي خلیلزاد د هڅو مننه وکړه او د سولې د هوکړې د عملي کولو پر لارو چارو، بین الافغاني مذاکراتو، د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد فضا پیدا کولو، د دایمي سولې لپاره پر هڅو او د ولسمشریزو انتخاباتو د نتیجو له وجې پر "بحران" بحث وشو.

عبدالله عبدالله او زلمی خلیلزاد د ملاقات پر مهال
عبدالله عبدالله او زلمی خلیلزاد د ملاقات پر مهال

په ورته وخت کې د نړېوالو چارو پوهان د زلمي خلیلزاد وروستي ټویټ ته په اشاره وايي، په هېواد کې خپلمنځي اختلاف باید یو خوا ته شي او د سولې لپاره واحد نظر رامنځته شي.

د نړیوالو چارو پوه داود مایار مشال راډیو ته وویل: "زما په فکر چې دا نه یوازې افغانستان ته بلکې امریکا ته هم یو لوی فرصت دی. نه یوازې افغانان باید له دې فرصت څخه په پوره وړتیا ګټه پورته کړي بلکې امریکا هم باید په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره په دې برخه کې ژمنه پاتې شي."

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG