د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ له ملا برادر سره ټېلېفوني خبرې کړي


ټرمپ وايي له ملا برادر سره ښه مکالمه لرله
ټرمپ وايي له ملا برادر سره ښه مکالمه لرله

پراګ - د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ټېلېفوني خبرې کړې.

ډونلډ ټرمپ پرون (د مارچ پر درېيمه) په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، د ده او د ملا برادر خبرې ښه پرمخ ولاړې.

”د طالبانو له مشر سره مې نن [د مارچ پر درېيمه] خبرې وکړې. ډېره ښه مکالمه مو وه. موږ موافقه کړې چې تاوتريخوالى به نه وي، موږ تاوتريخوالى نه غواړو. وبه ګورو چې څه پېښېږي. موږ به وګورو چې څه کېږي. په حقيقت کې د طالبانو له مشر سره مو خبرې ښې وې.“

دا لومړی ځل دی چې د امريکا يو ولسمشر د افغانستان د څه باندې ۱۸ کلنې جګړې په دوران کې د وسله والو طالبانو له يو مشر سره مخامخ پر ټېلېفون خبرې کوي.

دا خبرې چې ۳۵ دقيقې يې دوام درلود، د افغان سولې لپاره د امريکا د ځانګړې استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو د مذاکراتي ډلې په حضور کې وشوې.

زلمی خليلزاد او د ملا برادر په ګډون د طالبانو مذاکراتي پلاوی
زلمی خليلزاد او د ملا برادر په ګډون د طالبانو مذاکراتي پلاوی

په همدې حال کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر ټوېټر ليکلي چې د امريکا ولسمشر ويلي چې د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو به ډېر ژر د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي چې د بين الافغاني مذاکراتو پر وړاندې پراته خنډونه ليرې کړي.

د ټرمپ او ملا برادر ترمنځ پر ټېلېفون دا خبرې تر هغه وروسته شوي چې کله د امريکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې هوکړه لاسليک شوه.

"افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" په نوم د دې هوکړې مقصد د افغانستان څه باندې ۱۸ کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دی.

د تړون مراسم د قطر په دوحه کې تر سره شول چې د امريکا له لوري د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو له لوري د دې ډلې د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لاسليکونه وکړل.

د تړون له مخې افغان حکومت به د ۲۰۲۰ز کال د مارچ تر ۱۰مې، چې د بين الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځ کېږي، د طالبانو ۵۰۰۰ بنديان ازادوي او په بدل کې به طالبان د دوی ۱۰۰۰ بنديان ورخوشي کوي خو اوس د افغانستان حکومت غوښتنه لري چې د بين الافغاني مذاکراتو تر پيل مخکې دې په افغانستان کې تاوتريخوالى پای ته وسرول شي.

د افغان ولسمشر د وياند مرستيال دوا خان مينه پال د مارچ درېیمې شپې ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د تاوتريخوالي کمېدل د ټول افغان ولس غوښتنه ده:

"د تاوتريخوالي کمېدل او صفر ته راښکته کېدل، د افغانستان د هر فرد غوښتنه ده. د حکومت غوښتنه هم همدا ده چې کله له طالبانو سره مذاکراتو ته ځي، بايد تاوتريخوالى صفر ته راښکته شي."

بلخوا د طالبانو د قطر سياسي دفتر ويلي چې له امريکا سره د شوي هوکړې له مخې تر هغو په بين الافغاني خبرو کې ګډون نه کوي چې ٥٠٠٠ بنديان يې خوشې شوي نه وي.

په تړون کې راغلي وه چې طالبان به د مارچ پر ۱۰مه له افغان لوري سره بين الافغاني مذاکرات پيلوي او د دې خبرو په اېجنډا کې به يوه نکته مستقل او جامع اوربند هم وي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG