د لاسرسي ځای

تازه خبر

واشنګټن وايي که ایراني زندان کې په امریکايي وګړو څه وشول نو ذمه وار به یې تهران وي


په دې انځور کې د ایران ایوین یوه برخه ښکاري چې تر اورلګېدو وروسته لوګیو توره کړې ده - د اکتوبر ۱۵مې انځور.
په دې انځور کې د ایران ایوین یوه برخه ښکاري چې تر اورلګېدو وروسته لوګیو توره کړې ده - د اکتوبر ۱۵مې انځور.

امریکایي چارواکو ګواښ کړی چې که د ایران په ایوین زندان کې په امریکایي اتباعو څه وشي "مسوولیت یې د تهران په غاړه" دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران په له تر ټولو خطرناکه زندان ایوین کې د اورلګېدنې او نا ارامیو پېښو د امریکا "جدي اندېښنه" پارولې ده.

د مشال راډیو ایرانۍ څانګې فردا راډیو د رپورټ له مخې مراد طاهباز، عماد شرقي او سیامک نمازي هغه ایراني الاصله امریکایان دي چې په ایوین زندان کې بندیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د اکتوبر پر ۱۵مه پر ټوېټر لیکلي چې "موږ د ایوین له زندانه راپورونه په عاجله توګه تعقیبوو."

هغه زیاته کړې، "موږ د سوېټزرلینډ له حکومت سره د امریکا د ګټو د ساتونکي په توګه په تماس کې یو. ایران زموږ د اتباعو د خوندیتوب لپاره بشپړ مسوولیت لري چې په ناحقه بندي شوي او باید ژرترژره خوشې شي."

په ورته وخت کې، د سیامک نمازي د کورنۍ وکیل جیرډ ګینسر د اکتوبر ۱۶مې پر سهار په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې ایرانی الاصله امریکایي نمازي د ایوین له زندانه خپلې کورنۍ ته زنګ وهلی.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند هم مشال راډیو ته وویل، "د امریکا لومړیتوب هغه امریکايي اتباع دي چې په ناقانوني توګه په ایران کې بندیان دي او د هغوی امنیت او حقوق باید خوندي شي."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي همداراز ټینګار وکړ چې واشنګټن له خپلو متحدینو سره چې په ایوین زندان کې اتباع هم لري، کار کوي چې د هغو کسانو په اړه چې په "ناقانونه توګه" بنديان دي، د ایران د مسوولیت یادونه وکړي.

د ایوین زندان په اوومه او اتمه برخه کې سیاسي بندیان ساتل کېږي خو تر څنګ یې د وروستیو یوشمېر اوونیو د مظاهرو پر مهال نیول شوي خلک هم هغه زندان ته لېږدول شوي دي.

ایرانیو چارواکو په زندان کې د یوې لویې اورلګېدنې او وروسته د ناارامۍ د پېښو په تړاو ضد او نقیض څرګندونې کړې دي.

د رپورټو له مخې، په زندان کې درنې چاودنې شوي او د اور لمبې دومره لوړې ختلې وې چې له ډېره لیرې لیدل کېدې.

د ایران سلګونه امنیتي ځواکونه هم زندان ته تللي او د وروستیو رپورټونو پر اساس، یوشمېر زندانیان سخت وهل شوي دي.

د ایران چارواکو په لویه پېښه کې د یوشمېر کسانو ژوبلېدل تایید کړې ده.

د اټکل له مخې، په ایوین زندان کې تر ۱،۵۰۰ پورې کسان ځای کېدای شي خو اندېښنې دي چې ګڼ زندانیان به ژوبل شوي وي هغه ځکه چې هلته تر ټاکلې اندازې ډېر بندیان دي.

بل پلو ایران پر امریکايي ولسمشر جوبایډن له دې کبله نیوکه کړې چې ولې یې په ایران کې د روانو لاریونونو ملاتړ کړی دی.

په ایران کې لاریونونه د پولیسو په حراست کې د یوې ښځې مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوي او هغه هیواد یې لړزولی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وايي، دا څرګندونې د ایران په داخلې چارو کې د لاسوهنې په معنا دي.

د ايران زده کوونکو خبري اژانس د اکتوبر پر ۱۶مه د ناصر کنعاني له خولې لیکلي چې "بایډن د بلوو په ملاتړ کولو د ایران په کورنيو چارو کې لاسوهنه" کړې ده.

د ده په وينا، په وروستیو کې امریکايي ادارې په "بېلابېلو پلمو" په ایران کې "ناکراریو ته د لمنې وهلو هڅه" کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې ولسمشر جو بایډن د اکتوبر پر ۱۵مه د امریکا په لویدیځ اورېګن ایالت کې د وینا پر مهال وویل چې هغه په ایران کې د مظاهرو لپاره سړکونو ته د راوتلو خلکو زړورتیا حیرانه کړی دی.

په ايران کې د سېپټمبر پر ۱۶مه د پولیسو په بند کې د مهسا امیني تر مړینې وروسته پراخې مظاهرې پیل شوې وې چې د ۱۹۷۹ز کال له انقلاب راهیسې د اسلامي جمهوریت لپاره تر ټولو جدي چیلېنج بلل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG