د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ايراني زندانونو کې د بنديانو منظمه شکنجه روانه ده: امريکا


د ایران ایوين زندان (ارشيف)
د ایران ایوين زندان (ارشيف)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران له ايوين زندانه لیک شوې ویډیوګانې د ایران په زندانونو کې منظمه شکنجه تاییدوي.

د دغه وزارت د جمهوريت، بشري حقونو او کار دفتر په دې اړه یو بیان ورکړی دی.

د دغه دفتر په خبره، په دې وروستیو کې لیک شوي ویډیوګانې افشا شوي او هغه څه ښيي چې دوی وار دمخه پرې پوهېدل.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران پر حکومت غږ کړی چې ټول سیاسي بندیان خوشې کړي او له ټولو بندیانو سره په درناوي چلند وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان په دې اړه یو بیان خپور کړی چې ویلي یې دي، ویډیوګانې په زندان کې له بندیانو سره ناوړه او غیر انساني چلند په ډاګه کوي.

د "عدالت علي" په نوم یوې انټرنېټي ډلې د ازادي اروپا راډيو فردا څانګې او یو شمېر نورو رسنیو ته ویډیوګانې لېږلي او ادعا یې کړې چې دوی د ایوین زندان امنیتي کېمرو ته په لاس رسي سره دا ویډیوګانې ترلاسه کړي دي.

دا ویډیوګانې لومړی د اګسټ پر ۲۲مه د راډیو فردا لخوا خپرې شوې چې له بندیانو سره ناوړه چلند، د هغوی وهل ټکول او شکنجه ښکاره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG