د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر ایران غږ کړی چې پر خپل ولس دې له تشدده ډډه وکړي


ولسمشر جوبایډن د اکتوبر پر ۱۴مه په کلیفورنیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال دا څرګندونې کړې دي: انځور له ارشیفه
ولسمشر جوبایډن د اکتوبر پر ۱۴مه په کلیفورنیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال دا څرګندونې کړې دي: انځور له ارشیفه

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ایران پر مشرانو غږ کړی دی چې پر خپل ولس دې له تشدد کولو څخه ډډه وکړي.

ولسمشر جوبایډن د اکتوبر پر ۱۴مه په کلیفورنیا کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، مېرمنې باید د دې جوګه وي چې د خدای په نامه هر څه چې د دوی خوښه وي، هغه واغوندي.

نوموړي وویل، ایران به د خپلو خلکو پرضد له تشدد لاس اخلي کوم چې له خپلو بنیادي حقونو استفاده کوي.

ولسمشر بایدن زیاته کړه چې په ایران کې د خلکو له خوا احتجاج حېران کړی دی. امریکايي ولسمشر وویل، دوی د ایران له زړورو مېرمنو او ولس سره ولاړ دي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن هم په واشنګن کې له ایراني نژادو امریکايي فعالانو سره په لیدو کې په ایران کې د حکومت ضد احتجاج کوونکو حوصله وستایله.

دا په ایران کې په کلونو کې د احتجاجونو تر ټولو لویه لړۍ ده چې په تهران کې د اخلاقي پولیس له خوا تر نیول کېدو وروسته مړه شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG