د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن خبرداری ورکړی چې پر اوکراین د روسیې د حملې امکان لا هم شته


امریکايي ولسمشر جو بایډن د فبرورۍ پر ۱۵مه له سپینې ماڼۍ څخه ولس ته د ټېلېوېژني وینا پرمهال.
امریکايي ولسمشر جو بایډن د فبرورۍ پر ۱۵مه له سپینې ماڼۍ څخه ولس ته د ټېلېوېژني وینا پرمهال.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې هیواد یې د اوکراین له پولې سره نېږدې د ځای پر ځای شویو روسیو پوځیانو د ستنېدو شواهد تر اوسه نه دي لیدلي.

بایډن د فبرورۍ پر ۱۵مه ولس ته په وینا کې خبرداری ورکړی چې د مسکو له لوري پر اوکراین د حملې امکان لا هم شته. دا هغه څه دي چې روسیې په بیا بیا رد کړي او ویلي یې دي چې پر اوکراین د یرغل نیت نه لري خو له غربه یې په ناټو اېتلاف کې د هغه هېواد د نه شاملولو ترڅنګ د نورو امنیتي ضمانتونو غوښتنې هم کړې دي چې لویدیز هېوادونو رد کړې دي.

بایډن د ۱۰ دقیقو په وینا کې هیله وښووله چې ډېپلوماسي به کار وکړي، خو زیاته یې کړه چې امریکا به دې ته تیاره وي چې که روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، نو ورباندې سخت بندیزونه ولګوي.

د نوموړي له څرګندونو داسې معلومېده چې هغه ښايي امریکایان په هغه صورت کې پایلو ته تیاروي چې که روسیه حالات خراب کړي او ورباندې بندیزونه ولګي نو د انرژۍ بیې به لوړې شي. خو بایډن وویل، امریکایان پر دې پوهېږي چې د جمهوریت دفاع "هېڅکله د قیمت له ادا کولو پرته نه شي کېدای."

بایډن وویل، د تېلو پر بیو د هر ډول اغېز د کمېدو هڅې کوي.

د نوموړي تر وینا مخکې د روسیې د دفاع وزارت وویل، د اوکراین پولې ته له نېږدې سیمو څخه یې د یوشمېر سرتېرو ستنول پیل کړي دي. دا هغه څه دي چې د ترینګلتیا د کمېدو په برخه کې یې هیلې زیاتې کړې دي.

خو بایډن وویل، د سرتېرو ستنېدل به "ښه وي، خو موږ تر اوسه دا نه ده تایید کړې."

امریکايي ولسمشر زیاته کړه چې د هغه له اټکل سره سم، د روسیو پوځیانو شمېر تر یو نیم لک زیات دی چې اوس هم ګواښ پېښوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG