د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو


د نندارتون په دې پرانیست غونډه کې د ننګرهار پر یو شمېر حکومتي چارواکو سربېره له کابل او خیبر پښتونخوا څخه يو شمېر لیکوالو هم ګډون کړی و.
د نندارتون په دې پرانیست غونډه کې د ننګرهار پر یو شمېر حکومتي چارواکو سربېره له کابل او خیبر پښتونخوا څخه يو شمېر لیکوالو هم ګډون کړی و.

اماني فکري ټولنې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د سولې او پر مختګ په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیست.

په نندارتون کې په لسګونو کتابخپرندویه ټولنو خپل خپاره کړي کتابونه نندارې ته ايښې ول چې د کتاب د مینه والو د پام وړ وګرځېدل. د کتابونو دا نندارتون په جلال اباد کې د باچا خان کمپلکس په انګړ کې د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه پرانیستل شو چې تر دوه ۲۲مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د نندارتون په دې پرانیست غونډه کې د ننګرهار پر یو شمېر حکومتي چارواکو سربېره له کابل او خیبر پښتونخوا څخه يو شمېر لیکوالو هم ګډون کړی و.

د اماني فکري ټولنې يو تن مسوول ننګ کاموي وویل، له نندارتون څخه يې موخه دا ده چې ځوان نسل د کتاب له مطالعې سره اشنا کړي.

نوموړي وړاندې وویل:

"دا غونډه چې نن يې لومړنۍ ورځ ده او خپل مهال وېش به ولري، د راروانو درې ورځو لپاره به د کتابونو د نندارتون په بڼه دوام ولري. د هیواد علمي او فرهنګي سټو ته او خپرندویه ټولنو ته په کې بلنه ورکړل شوې چې خپل تالیفات او کتابي لیکنې له هیوادوالو سره شريکې کړي او دوی ته يې وړاندې کړي. په دې درې ورځو کې به د ورځې په پای کې مشاعره هم جوړېږي چې شاعران او د شعر مینه وال کولای شي چې ګډون په کې وکړي او خپل ذوق خړوب کړي."

د نندارتون پرانېستغونډې ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم خپل پېغام رالېږلی و چې د ننګرهار ولایت اداري او مالي مرستیال پوهنوال ببرک مياخېل ولوست. د پېغام په یوه برخه کې راغلي ول:

"خوشحاله یم چې په جلال اباد کې د باچا خان د مقبرې په څنګ کې د سولې او پرمختګ په نوم د کتابونو نندارتون پرانیستل کېږي. په تېرو ۲۰ کلونو کې د محصلینو او لوستو ځوانانو شمېره څو برابره زیاته شوې ده. کتاب او مطالعې ته اړتیا او لېوالتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده. د دغسې نندارتونونو جوړول د کتاب له صنعت او د مطالعې د کلتور له غوړېدلو سره مرسته کوي. د دغه نندارتون برخوالو او له پښتونخوا څخه راغليومېلمنو ته هرکلی وايم."

د ارشیف انځور: په جلال اباد کې د یو کتابتون یوه څنډه
د ارشیف انځور: په جلال اباد کې د یو کتابتون یوه څنډه

د کتابونو د نندارتون دې پرانستغونډه کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل هم وینا واوروله چې په یوه برخه کې يې راغلی ول:

"کتاب او مطالعه هغه څه دي چې فکر بدلولی شي او موږ په اوسني وخت کې تر هر څه زیات فکري بدلون ته اړتیا لرو. پیام مو باید دا وي چې ځوان نسل له کتاب او مطالعې سره لا زیاته مينه پیدا کړي."

د کتابونو دا نندارتون د پوهاند مجاور احمد زیار، پوهاند رازقي نړيوال، استاد محمد اصف صمیم، پروفیسر اسیر منګل او حیات روغاني تر سیوري لاندې جوړ شو. خو دا چې د کتابونو د نندارتون لپاره د فخر افغان باچا خان کمپلکس ولې غوره شوی و، دا پوښتنه استاد نجیب منلی دا رنګه ځوابوي:

" د دې انتخاب علت دا و چې موږ باید د سولې او پرمختګ لپاره هڅې وکړو. په اسیا کې د سولې او پرمختګ سرلاری باچا خان و. د باچا خان پېغام عدم تشدد یوه وسیله ده مګر اصل پېغام يې دا و چې دغه ولسونه باید لوستي شي، دغه ولسونه په علم سنبال شي او دا ولسونه باید مخته ولاړ شي."

د کتابونو دا نندارتون په جلال اباد کې د باچاخان د مزار په ودانۍ کې جوړه شوې وه.
د کتابونو دا نندارتون په جلال اباد کې د باچاخان د مزار په ودانۍ کې جوړه شوې وه.

د سولې او پرمختګ د کتابونو د نندارتون په پرانیستغونډه کې پروفیسر اسیر منګل هم وينا واوروله. نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

"که موږ کتاب سره مینه پیدا کړه، نو سوله به وپېژنو، ترقي به وپېژنو، دا ډېر اهم کار وشو چې دلته د کتابونو نندارتون پرانیستل شو. موږ په پام کې لرو چې په خیبر پښتونخوا کې هم دغه شان نندارتونونه په هرې ولسوالۍ کې پرانېزو او ځوان نسل کتاب او مطالعې ته رابولو او دا ورته وښيوو چې له کتاب نه بغير بله چاره زموږ نشته."

د اماني فکري ټولنې مسوولینو ژمنه وکړه چې د کتابونو دغه شان نندارتونونه به هر کال په همدې میاشت کې په جلال اباد کې جوړوي او هڅه به کوي چې کتاب لوستنه په یو فرهنګ واړوي.

XS
SM
MD
LG