د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک کې د کېلونا نما بم چادونې د جنوبي وزیرستان درې ماشومان وژلي دي


د جنوبي وزیرستان ولسونو بیا بیا د ماین چادونو خلاف لاریونونه کړي چې د دوی سیمه دې ترې پاکه کړل شي.
د جنوبي وزیرستان ولسونو بیا بیا د ماین چادونو خلاف لاریونونه کړي چې د دوی سیمه دې ترې پاکه کړل شي.

د ټانک په شاه عالم مسید میشته کورونو سیمه کې یوه کېلونا ماین چادونې د جنوبي وزیرستان د سیمې درې ماشومان وژلي دي.

د ټانک ضلعې پولیسو مشر وايي، چې له ماشومانو سره یو کېلونا غوندې څیز وو چې پته نه لګي چېرته یې موندلی دی. چاودېدلی چې پکې درې ماشومان وژل شوي دي. سجاد خان وویل، دوی پلټنه کوي چې دا کېلونا نما ماین د ماشومانو لاس ته څنګه ورغلی دی.

د مشال راډيو خبریال وايي چې د وژل شويو ماشومانو عمرونه له پینځو تر دولس کلنو په مینځ کې وو چې د وحید، فرمان الله او ناصر په نومونو پېژندل شوي دي.

خواره واره ماینونه د پخوانۍ فاټا او په تېره د جنوبي وزیرستان یوه له لویو بشري ناورنیونو ګڼل کېږي چې پکې بیا بیا د سیمې وګړي په نښه کېږي.

راه نجات پوځي عملیات او ماینونه

د جنوبي وزیرستان خلک وایي په زیاترو سیمو کې په ۲۰۰۹ز کال کې د راه نجات په نوم په پوځي عملیاتو کې ماینونه خښ کړل شوي دي. د دوی په خبره دا ماینونه زیاتره په هغو ځایونو کې ول، چېرته چې پوځیان پراته ول. خو د پوځ تر وتلو ورسته د دغو ماینونو پاکولو اړخ ته هېڅ پام نه دی شوی.

د جنوبي وزیرستان ځینې مشران وايي، دوی د مایونونو پاکولو په اړه پخپله پوځ ته درخواستونه لیکلي او ځایونه یې هم ورته په نښه کړي دي، خو څه پرمختګ پکې نه دی شوی. د راه نجات په دوران په جنډوله کې هم د ولسي خلکو کورونه ړنګ شوي او دغلته د ځمکلاندو بمونو د ګڼو چاودنو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

جنوبي وزیرستان له ماینونو پاک کړئ

د جنوبي وزیرستان ولس په بیا بیا خپلې سیمې له ماینونو نه د پاکولو غوښتنه لري. قبایلي ضلعې له ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مهمه غوښتنه هم ده. اوس په مکین کې په تازه پرلت کې هم دا د ځایي مشرانو یوه مهمه غوښتنه ده.

د پرلت ګډونوال او پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عالمزېب مسيد بېګاه مشال رېديو ته وویل چې په لومړي ځل په ځمکنيو ماینونو کې د وژل شویو لپاره احتجاج کوي او په پرلت کې يې د هغو ماشومانو مړي هم اېښي دي چې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي چې د دوی ولس د ماین چادونو ډېر کړولی دی، دوی ورته د انصاف غوښتنو لپاره راوتلي دي.

دی زیاتوي چې یوازې د مسیدو په علاقه کې ۱۱۸مه پېښه ده چې پکې تر ۳۰۰ زیات، ماشومان، ښځې او سړي ټپیان شوي دي او د راټول کړیو مالوماتو له مخې ۲۵ تنه پکې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG