د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ عمران خان ته د اګست په ۳۱مه د بيا حاضريدو حکم وکړ


د اګست پر ۲۱مه د اسلام اباد په مارګله تاڼه کې د عمران خان پرضد د ترهګرۍ د مخنیوي د قانون له مخې مقدمه درج شوه.
د اګست پر ۲۱مه د اسلام اباد په مارګله تاڼه کې د عمران خان پرضد د ترهګرۍ د مخنیوي د قانون له مخې مقدمه درج شوه.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد های کورټ د اګست پر ۲۳مه د تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان خلاف د توهين عدالت مقدمې اورېدنه وکړه.

قاضيانو په ابتدايي اورېدنه کې عمران خان ته شو کاز نوتس جاري کړ او هغه ته يې حکم وکړ چې د اګست پر ۳۱مه بيا عدالت ته حاضر شي.

یاد عدالت دا پرېکړه له هغه وروسته کړې چې د اګست پر ۲۰ عمران خان په اسلام اباد کې مظاهره چيانو ته په خپله وينا کې وېلي وو چې شهباز ګېل ته د جسماني ريمانډ ورکونکې اېډيشنل ښځينه ججې زېبا چودري خلاف به کاروايي کوي او د هغې خلاف به مقدمه جوړوي.

تر دې وړاندې د اګست پر ۲۲مه داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې پولیس د عمران خان د نیولو لپاره د اسلام اباد په بني ګاله کې د هغه کور ته ورغلي دي خو پولیسو دا خبره رد کړه.

د دې ګنګوسو تر خپرېدو وروسته د تحریک انصاف یو شمېر مشرانو پر ټولنیزو رسنیو د ګوند له غړو غوښتنه وکړه چې د عمران خان کور ته ور غونډ شي.

د عمران خان سلاکار شهباز ګېل د اګست پر ۱۲مه عدالت ته ویلي وو چې پر هغه د پلټنو پر مهال تشدد شوی دی خو د اسلام اباد پوليسو په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.

دا پرمختګونه په داسې وخت کې شوي دي چې پخواني وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۲۱مه د راولپېنډۍ په لیاقت باغ کې د خپلو پلویانو جلسې ته په وینا کې پر امنیتي ادارې نیوکې وکړې.

عمران خان په خپلو خبرو کې تور پورې کړ چې انتخاباتي کمېشن چې یې د ګوند د بهرني تمویل په قضیه کې د ده پرضد فیصله کوله نو ده ته "پیغام" ورغلی وو چې دا هر څه "د بوټانو د فشار" له وجې کېږي. په پاکستان کې د بوټانو اصطلاح د پوځي بوټانو لپاره کارېږي.

عمران خان همداراز دعوه وکړه چې "څوک" یې "کور ته د ملاقات لپاره" ورشي نو بیا ورته د "استخباراتي ادارو کارکوونکي ټېلېفونونه کوي چې هلته ولې تللی وې؟"

ده دا دعوه هم وکړه چې پر تحریک انصاف ګوند د بندیز لګولو د هغه د نیولو پلان هم جوړ شوی خو که هغه زنداني هم شي، "د حقیقي ازادۍ له مبارزې نه اوړي." عمران خان د خپلو دعوو په اړه ثبوتونه یا شواهد وړاندې نه کړل.

د اګست پر ۲۱مه د اسلام اباد په مارګله تاڼه کې د هغه پرضد د ترهګرۍ د مخنیوي د قانون له مخې مقدمه درج شوه.

دا مقدمه د علي جاوېد نومې مجسټرېټ دایره کړې او مشال راډیو يې هم نقل ترلاسه کړی دی. په مقدمه کې لیکل شوي چې هغه د اګست پر ۲۰مه نېټه له ځينو پولیس چارواکو سره په اسلام اباد کې موجود وو چې پر دې مهال جلسې ته په وينا کې عمران خان يوې قاضیې او د پوليس جګپوړو مشرانو ته دړکې ورکړي.

په اېف ای ار کې تور پورې شوی چې د عمران خان د وينا له کبله "په خلکو، پوليسو او عدلیه کې وېره، ناارامي او ترهه خپره شوې" ده.

د علي جاوېد په وینا، پر دې اساس دې د تحریک انصاف د مشر عمران خان پرضد قانوني کارروايي وشي.

دا مقدمه د ترهګرۍ د مخنيوی قانون له اوومې مادې سره سم دایره شوې چې پکې ضمانت نه شي کېدای.

عمران خان د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې په خپله وینا کې "د اسلام اباد پوليسو" له خوا د هغه د سیاسي سلاکار شهباز ګېل" نيول او پرې مبینه تشدد غندلی وو.

شهباز ګېل د عمران خان سلاکار دی او په پاکستاني پوځ کې د بغاوت د خپرولو په تور په زندان کې دی.

د اګست پر ۱۹ مه نېټه د شهباز ګېل يوه ويډيو مخې ته راغلې وه چې نوموړي پکې له زندانه روغتون ته لېږدول کېږي چې پکې ښکاري چې هغه ژاړي او له سابندۍ شکايت کوي.

عمران خان پر ټوېټر ادعا کړې چې پر ګېل پر "جسماني تشدد برسېره جنسي تشدد" هم شوی دی خو د دې دعوې د ثبوت لپاره یې شواهد و نه ښوول.

البته په اسلام اباد کې د پاکستان انسټيټیوټ اف میډیکل ساینسز یا پېمز روغتون د ډاکترانو ډلې د ګېل تر معاینې وروسته په خپل رپورټ کې ویلي دي چې نوموړی روغ دی.

عمران خان د دې پرضد جلسه ورکړه او پکې يې دړکه ورکړې وه چې عدالتونه او پولیس دې خبر وي چې" حساب به ورسره کوي." پر دې موقع هغه مجسټرېټې زېبا چودري ته هم دړکه ورکړه.

د اسلام اباد پولیسو د عمران خان څرګندونې رد کړې دي. د پلازمېنې پولیسو د اګست پر ۲۱مه پر ټوېټر د عمران خان د وینا په غبرګون په بیان کې ویلي دي چې پولیس به خپلې دندې او چارو ته دوام ورکوي او "هر کس چې ګواښ کوي او یا تورونه پورې کوي، پرضد به یې قانوني اقدامات کېږي."

د نوموړي دا وینا د پاکستان پر ټېلېویژنونو نېغ په نېغه خپره شوې وه چې وروسته د دې هېواد د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پاکستان الېکټرانېک میډیا رېګولېټري اتارټي یا پیمرا) پر ټېلېوېژنونو په ژوندۍ بڼه د عمران خان د ويناوو پر خپرولو بندیز ولګاوه.

XS
SM
MD
LG