د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف سیاستوالان خیبر پښتونخوا کې د عمران خان لاریون لپاره خلک غونډوي


د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره لاریون پیل کړ.
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره لاریون پیل کړ.

په خیبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف ګوند مخکښان وايي چې د اسلام اباد پر لوري یې د لاریون تیارۍ بشپړې کړې دي او دعوه کوي چې له هغې صوبې به څه باندې ۲۰۰،۰۰۰ کسان په حکومت ضد احتجاج کې شاملېږي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره حکومت ضد لاریون پیل کړ او وايي، یوازینۍ غوښتنه یې تر ټاکلې نېټې مخکې انتخابات کول دي خو د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د مرکزي اېتلافي حکومت چارواکي هغه "لانګ مارچ" ته د "ګمراهۍ مارچ" نوم ورکوي او وايي چې د لاريون هدف په ملک کې ګډ‌وډي زېږول دي.

وفاقي اېتلافي حکومت وايي، خپله قانوني موده پوره کوي او د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې پر ټاکلي وخت انتخابات کوي.

په همدې حال کې په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف ګوند مشرانو هلې ځلې ګړندۍ کړې دي چې له پنجابه د اسلام اباد پر لوري له تلونکي لاریون سره ملګري شي.

د لوړو زدکړو چارو لپاره صوبايي وزير کامران بنګښ د نومبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل، دی هيله من دی چې د اسلام اباد پر لوري لانګ مارچ کې به له خیبر پښتونخوا څخه لږترلږه ۲۰۰،۰۰۰ خلک ګډون وکړي. "له پښتوخوا به [د نومبر] پر ۱۱مه نېټه روانېږو. د پارټۍ کسان په هره يوه علاقه او هره يوه حلقه کې په خلکو پسې ګرځي. د صوبې عام ولس په مارچ کې ډېره دلچسپي ښيي. زما په اندازه، تر دوو لکو زيات کسان به له موږ سره ملګري شي. د خپلو تېرو تجربو په رڼا کې موږ به د لږترلږه دوه ورځو لپاره د خپلو لاريونوالو د خوراک او څښاک انتظام هم کوو. د ګاډو او نورو ضروري شيانو برابرولو لپاره د پارټۍ صوبايي مشرانو او ورکرانو پيسې غونډې کړې دي. مرکزي ګوند په دې برخه کې کومه مرسته نه ده کړې. زموږ مطالبه يوازې او يوازې د انتخاباتو لپاره د نېټې د اعلان ده. دا مو جمهوري غوښتنه ده چې په ملک کې دې عام انتخابات وشي."

کامران بنګښ ويلي دي چې له وسلې سره به اسلام اباد ته راځي. نو د دوی د حملې او فساد او فتنې د مخنيوي لپاره موږ هم بايد خپلو قانون عملي کوونکو ادارو ته وسله ورکړو.
رانا ثنا الله

په خیبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف يو بل مشر ساجد مومند، چې له قامي اسمبلۍ څخه يې استعفا ورکړې ده، مشال راډيو ته وويل چې د دوی په قافلو کې به د ځوانانو شمېر زيات وي او دا چې دی تمه نه لري چې حکومت دې يې د احتجاج له "جمهوري حق" څخه محروم کړي. "زموږ اولنی پړاو به په ټیکسلا کې وي. د هرې يوې ضلعې تنظيم ته کارونه حواله شوي چې څومره خلک به راولي او د هغوی لپاره د استوګنې، خوړو او ګاډو انتظامات به په څه ډول کوي. هر کله چې عمران خان غږ راباندې وکړ، وځو به. فکر نه کوم چې پوليس به د هغوی پر وړاندې مزاحمت وکړای شي."

د تحريک انصاف د سیاستوالانو تر تازه څرګندونو یوه ورځ مخکې، د نومبر پر لومړۍ نېټه د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې اندېښنه وښووله چې ګواکې د تحريک انصاف لاريونوال پلان لري چې اسلام اباد ته له وسلو سره داخل شي.

نوموړي او وزیراعظم شهباز شریف تر دې مخکې هم ټینګار کړی چې د تحریک انصاف لاریونوال اسلام اباد ته داخلېدو ته نه پرېږدي.

د پاکستان وفاقي حکومت اسلام اباد ته د لاریون داخلېدو مخنیوي لپاره په کنټېنرو لارې تړي - د اکتوبر ۳۱مې انځور.
د پاکستان وفاقي حکومت اسلام اباد ته د لاریون داخلېدو مخنیوي لپاره په کنټېنرو لارې تړي - د اکتوبر ۳۱مې انځور.

رانا ثنا الله د خیبر پښتونخوا د صوبايي وزير کامران بنګښ د يوه وروستي بيان حواله ورکړه او زياته يې کړه چې ده وزيراعظم شهباز شريف ته خواست کړی دی چې د قانون عملي کوونکو ادارو سرتېرو ته د وسلې لرلو اجازه ورکړي.

د کورنیو چارو وزیر دعوه وکړه چې د تحریک انصاف سیاستوالان "ټوپکې غونډوي، خلک جمع کوي. خپله کامران بنګښ ويلي دي چې له وسلې سره به اسلام اباد ته راځي. نو د دوی د حملې او فساد او فتنې د مخنيوي لپاره موږ هم بايد خپلو قانون عملي کوونکو ادارو ته وسله ورکړو. او دا ځکه چې هغوی د خپل ځان، د دې ښار او د دې رياست تحفظ وکړای شي. دا لانګ مارچ نه بلکې ګمراهي مارچ دی. او دا مهال يې چې کوم حالت دی نو موږ ويلای شو چې دا په عملي توګه يو ناکامه لاريون دی."

خو د خیبر پښتونخوا وزير کامران بنګښ د کورنيو چارو د وزير رانا ثناالله دا تور رد کړ چې ګواکې د تحريک انصاف لاريونوال به له وسلې سره اسلام اباد ته داخلېږي.

د ده په خبره، څو ورځې وړاندې د ده يو بيان پر ټولنيزو شبکو په ناسم ډول خپرېږي. بنګښ زیاتوي چې د ده ګوند د ټوپک پر مرمۍ نه بلکې د ووټ پر طاقت یقين لري او غواړي چې په هېواد کې پاکو او رڼو انتخاباتو ته لار هواره شي.

خو د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د مطالعاتو څانګې پخوانی مشر او د چارو شنونکی اعجاز خټک وايي، د عمران خان لانګ مارچ به د پاکستان سياسي کړکېچ نور هم سېوا کړي.

نوموړی په حيرانۍ زياتوي چې د خیبر پښتونخوا وګړي څنګه کولای شي پر خپله سيمه د ترهګرۍ مسله هېره او د اسلام اباد پر لوري د لاريون ملګري شي. "هر سياسي ګوند وايي چې د ملک د مسلو حل يوازې هم له [هغوی] سره دی. عمران خان او د هغه ګوند وايي چې د ملک واک اختيار بايد بېرته د تحريک انصاف لاسونو ته ورشي. حکومت هم پر خپل دريځ ټينګ ولاړ دی چې انتخابات به پر خپل وخت کوي. پښتنو ته بيا ګوره چې په خپله صوبه کې يې د ترهګرۍ مسله هېره کړې او د تحريک انصاف لپاره د اسلام اباد د تخت حاصلولو په هڅه کې دي. له پنجابه بيانونه ورکول کېږي چې لاريون به هله خوند پيدا کوي چې پښتانه ورسره ملګري شي. دا مهال لانګ مارچ ورو شوی. ښايي عمران خان پر حکومت د خپلو غوښتنو منلو لپاره فشار زياتول غواړي. هر څه چې دي، خو حالات سمې خوا ته نه دي روان."

د تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان پر جي ټي روډ لاریونوالو ته په ويناوو کې تر ډېره د پاکستان پوځي اېسټيبلېشمنټ په نښه کړی او وايي چې د نواز شريف او اصف علي زرداري د درغليو پټولو لپاره د هغوی تر شا ولاړ دی.

بلخوا د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) او استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشرانو د اکتوبر پر ۲۷مه په راولپېنډۍ کې په يوه خبري کنفرانس کې ټينګار وکړ چې د هېواد په سياسي چارو کې لاسوهنه نه کوي او دا چې هر سياسي ګوند بايد د فعاليت يو شان موقعې ولري.

XS
SM
MD
LG