د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژنې ته د پاکستان د سياسي ګوندونو غبرګونونه


د پاکستان جمهوري غورځنګ د لاهور د جلسه. انځور د ۲۰۲۱ز کال د جنوری مياشتې دی.
د پاکستان جمهوري غورځنګ د لاهور د جلسه. انځور د ۲۰۲۱ز کال د جنوری مياشتې دی.

د پاکستان سياسي ګوندونو د القاعدې شبکې د مشر ایمن الزهواري د وژنې ته بېلا بېل غبرګونونه ښودلي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپينه ماڼۍ کې د اګست پر لومړۍ نیټه اعلان وکړ چې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې په یو ډرون بريد کې وژلی دی.

الظواهري د ۲۰۱۱ز کال د مې میاشتې را هيسې چې د القاعده شبکې بنسټ اېښودونکی اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امريکايي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شو، د دغې شبکې مشر وو.

د پاکستان زیاتره مذهبي سیاسي ګوندونه دغه بريد د افغانستان په چارو کې د امريکا "مداخله" ګڼي خو ځينې نور يې بیا په دې سیمه کې د القاعده د "شتون" په معنی اخلي.

د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژنې د سيمې پر امنيت ممکنه اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:35 0:00

د دې هېواد په حکومت کې شامل ګوند پیپلز پارټۍ مخکښ فیصل کریم کنډي د اګست پر دوېیمه مشال راډیو ته وویل چې امریکا وایي، ایمن الظواهري یې په ډرون حمله کې وژلی نو له دې څرګندېږي چې دغه ډله په دې سیمه کې "شتون" لري .

هغه زیاته کړه: "په دې کې هیڅ شک نه شته چې په دې سیمه کې د القاعده او نورو وسلوالو ډلو مشران او غړي شته، دا ډلې دلته شته،کېدای شي تر څه وخته د دې ډلو فعالتونه لږ کم شوي وي خو دا خبره سمه ده چې دلته د القاعده او ځینې نورې وسلوالې ډلې شتون لري "

د ۲۰۰۱ز کال د سېپټمبر پر ۱۱مه نېټه پر امریکا د ترهګرو بريدونو وروسته واشنګټن الظواهري د حملې په مهم پلان جوړونکيو وباله او د هغه لټون يې پیل کړ. امريکا د هغه پر سر یې ۲۵ میلیونه ډالره جایزه ایښې وه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه ناوخته وويل چې " د ترهګرو دا مشر" نور په نړۍ کې نشته.

د پاکستان مذهبي سیاسي ګوند جماعت اسلامي یو مشر او پخوانی سېنېټر پروفیسر ابراهیم د اګست پر دویمه مشال رېډیو ته وويل چې امریکا باید په افغانستان کې د طالبانو سره د شویو لوظنامو خیال وساتي.

هغه زیاته کړه: "امریکا چې په افغانستان کې د طالبانو (امارت اسلامي) سره کومه لوظنامه کړې ده، دا د هغې ښکاره سرغړونه ده. په دغو لوظنامو کې طالبانو دا ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د امریکا په شمول د بل کوم هېواد خلاف نه استعمالېږي، دا یو کال وشو طالبان پر خپله خبره ولاړ دي خو امریکا چې کوم دا کار وکړ دا د هغې لوظنامې خلاف ورزي ده چې په دوحه کې يې له طالب مشرانو سره کړې وه. "

د ۲۰۲۰ز کال د فیبرورۍ په میاشت کې د قطر په دوحا کې د امریکا او طالب مشرانو ترمنځ یو تړون لاسلیک شو چې ورته د دوحا تړون ویل کیږي. په هغه تړون کې ویل شوي چې د افغانستان خاوره به د کوم بل هېواد خلاف نه استعمالیږي او افغان طالبان به له نړیوالو ترهګرو او وسلوالو ډلو سره خپلې هر ډول اړیکې شلوي او د وسلوالو ملاتړ به نه کوي.

د جنوبي وزیرستانه د جمعت علما اسلام (ف) ډلې د قامي اسمبلی غړی مولوي جمال لدین د اګست پر دوېیمه مشال رېډیو ته وویل، د القاعده د مشر په کابل کې د وژنې سره به په سیمه کې یو ځل ناامني خپره شي.

د ده په خبره: "زه دا یو ظالمانه ګام ګڼم ځکه چې له کله څخه چې طالبانو د نړیوالو سره لوظنامه کړې، القاعده د ایمن الظواهري په مشرۍ کې چاته هم نقصان نه دی رسولی، نو پکار نه وه چې داسې شوي وای وای، دا یو ډېر نامناسبه ګام دی چې امریکا پورته کړ، له دې سره به په سیمه کې بې ثباتي خپره شي "

امریکا د دوحې موافقې له مخې ژمنه کړې وه د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي او طالبانو منلې وه چې د القاعده شبکې په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.

د عوامي نیشنل ګوند یو مشر او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخواني غړي سید جعفر شاه د اګست پر دوېیمه مشال راډیو ته وویل دا خبره د اندېښنې وړ ده چې د دوحې د تړون سربېره القاعدې مشران په افغانستان کې موجود دي "

هغه زیاته کړه: "یو خو د خپګان خبره دا ده چې یو ځل بیا د القاعدې مشر د پښتنو پر خاوره ووژل شو، دا د اندېښنې خبره ده چې د القاعدې مشران اوس هم هلته دي او فعاله دي، د دې به څه ښې نتیجې نه وي. باید پر دې سیمه د امن راوستلو لپاره عملي کار وشي "

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه بريد د نړیوالو اصولو او دوحې تړون "ښکاره سرغړونه" بللې ده.

XS
SM
MD
LG