د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف عمران خان ته د منسوبو غږیزو ټوټو خپرولو تور ناسم بللی


شهباز شریف د اکتوبر پر شپږمه څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې عمران خان د اسلام اباد پر لوري د احتجاجي لاریون پلان لري - د سېپټېمبر ۲۳مې انځور.
شهباز شریف د اکتوبر پر شپږمه څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې عمران خان د اسلام اباد پر لوري د احتجاجي لاریون پلان لري - د سېپټېمبر ۲۳مې انځور.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف یو ځل بیا ویلي دي چې د هغو غږیزو ټوټو پلټنې کوي چې په وروستیو کې خپرې شوې دي او په اړه یې ویل کېږي چې پکې د پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه د حکومت د ځینو وزیرانو او چارواکو خبرې شاملې دي.

شریف د اکتوبر پر شپږمه په اسلام اباد کې د اطلاعاتو او خپرونو چارو له وزیرې مریم اورنګزېب او د پلانونو او پرمختګ چارو وزیر احسن اقبال خبري غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ چې عمران خان "جعلکار دی" او هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال "د ولس له برخلیک او معاش سره لوبې وکړې. ولس یې له نړۍ ګوښه کړ."

شریف د خان دا تور هم رد کړ چې ګواکې ده یې پټې غږیزې ټوټې خپرې کړې دي او زیاته یې کړه چې په دې کار کې یې حکومت هېڅ لاس نه لري.

عمران خان ته منسوبې غږیزې ټوټې

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۸مه په پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو یوه غږیزه ټوټه خپره شوه چې په اړه یې ویل کېږي چې پکې د پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه وخت مشر سېکرټر مکالمه ثبت شوې ده.

په غږیزه ټوټه کې دوه کسان اورېدل کېږي چې د هغه "لیک" په اړه خبرې کوي چې پخواني وزیراعظم عمران خان یې له دندې څخه تر ګوښه کېدو مخکې او وروسته په بیا بیا ذکر کړی دی او تور یې پورې کړی چې امریکا یې د حکومت ضد سازش کړی وو. د هغه وخت مخالفه ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او واشنګټن په بیا بیا دا تور رد کړی وو. پي ډي اېم وايي، د عمران خان ناسمو اقتصادي او نورو تګلارو اړ کړل چې د هغه پرضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کړي.

د سېپټېمبر پر ۲۸مه، عمران خان له خبریالانو سره په خبرو کې پر وزیراعظم شهباز شریف تور پورې کړ چې هغه پټه غږیزه مکالمه یې خپره کړې ده او دا یې "ډېر ښه کړي دي." حکومت د دې تور په غبرګون کې څه نه ول ویلي.

خان البته دا و نه ویل چې ایا هغه غږ د ده او د ده د مشر سېکرټر اعظم خان دی او که نه خو زیاته یې کړه چې غواړي چې هغه لیک هم په ډاګه شي چې "ټولو ته پته ولګي چې څومره لوی بهرنی سازش شوی" وو.

د لومړۍ غږیزې ټوټې تر خپرېدو دوه ورځې وروسته پر ټولنیزو شبکو بله غږیزه خپره شوه چې پکې د پاکستان رسنیو په وینا، عمران خان وزیرانو ته د "پټ لیک" په اړه په ولسي غونډو کې د څرګندونو لارښوونه کوي.

اعظم خان او د پخواني حکومت وزیرانو هم د غږیزو ټوټو کره والی نه دی تایید کړی.

وزیراعظم شهباز شریف دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د تحریک انصاف مشر عمران خان یې د حکومت پرضد د اسلام اباد پر لوري د احتجاجي لاریون پلان لري.

د تحریک انصاف دریځ

د پاکستان تحریک انصاف مخکښه مشرانو پر ټوېټر په بیانونو کې د شریف څرګندونې رد کړې دي. د هغه ګوند یوې سیاستوالې او د بشري حقونو پخوانۍ وزیرې شیرین مزارۍ د شریف تر خبري غونډې وروسته پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د مسلم لیګ (ن) مرستیاله مریم نواز "درواغجنه" ده او دا چې پټ لیکونه "د هېوادونو ترمینځ د اړیکو وسیله نه بلکې بهرني ماموریتونه یې خپل حکومت ته د پټو پیغامونو لېږدولو" لپاره کاروي.

مزارۍ لیکلي چې شهباز شریف "وړ نه دی" ځکه چې "د سفارتکارۍ له اساسي شیانو هم خبر نه دی."

تر دې مخکې د پاکستان وفاقي کابینې د سېپټېمبر پر ۳۰مه تر غونډې وروسته د تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) ته امر وکړ چې عمران خان ته د منسوبو غږیزو ټوټو په اړه دې پلټنې وکړي. د تحریک انصاف ګوند یو مشر فواد چودري د اکتوبر پر دویمه د حکومتي پرېکړې تر په ډاګه کېدو وروسته پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې عدالتي کمېشن دې د هغو غږیزو ټوټو پلټنې وکړي.

پخوانۍ غږیزې ټوټې

خو دا یوازې عمران خان ته منسوبې غږیزې ټوټې نه دي بلکې تر دې مخکې د سېپټېمبر پر ۲۴مه او ۲۵مه لومړۍ غږیزې ټوټې خپرې شوې وې چې وزیراعظم شهباز شریف او د هغه د ګوند او حکومت چارواکو ته منسوبې وې.

په هغو دوو غږیزو ټوټو کې د یوشمېر کسانو غږونه اورېدل کېږي چې په اړه يې ويل کېږي چې دا د وزیراعظم شهباز شریف، د کورونيو چارو وزیر رانا ثنا الله، د دفاع وزیر خواجه اصف او د سردار ایاز صادق غږونه دي او هغوی په خپل مینځ کې له اسمبلۍ څخه د تحریک انصاف د غړو د استعفاګانو پر موضوع بحث کوي.

د دویمې غږیزې ټوټې په اړه ادعا کېږي چې شهباز شريف او له يو بل کس سره خبرې کوي چې پکې له هنده د مسلم ليګ (ن) د مرستیالې مشرې مریم نواز د زوم د مشینونو درامد په اړه خبرې کوي.

خو وزیراعظم شهباز شریف وویل چې دا خبره ناسمه ده چې ګواکې مریم نواز ورته د خپل زوم د کار کولو سپارښتنه کړې وه. دی وايي، یوازې له هند څخه د بورې یا چیني د کارخانې د مشینونو پر درامدېدو خبرې شوې دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې ایا په ټولو غږیزو ټوټو کې خبرې کوونکي هم هغه شخصیات دي چې په پاکستانیو رسنیو کې یې نومونه یادېږي او که نه او لا یې د عدلي طب (فارېنزېک) په لېبارټریو کې هم د کره والي تصدیق نه دی شوی.

خو د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سېپټېمبر پر ۲۸مه له خپل دفتره د پټو خبرو د غږیزو ټوټو خپرېدو پېښې د پلټنو لپاره د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله په مشرۍ کمېټي جوړه کړه.

XS
SM
MD
LG