د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د سړکغاړې چادونې یو عسکر یو وژلی دوه نور ژوبل


د شمالي وزیرستان نقشه
د شمالي وزیرستان نقشه

چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې په بريدونو کې يو عسکر وژل شوی او دوه ټپيان شوي دي.

يوه امنيتي چارواکي د نوم نه ظاهرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دا مرګ ژوبله د ډېسېمبر پر ۱۲مه نېټه د سپینوام اباخېل سيمه کې د سړکغاړې ښخ بمونو چاودېدو په نتيجه کې اوښتې ده. ژوبل عسکر د ميرامشا روغتون ته وړل شوی دی. تحريک طالبان پاکستان د دې بريد ذمه واري منلې ده.

تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۱۲مه نېټه په ټانک کې د پوليو د واکسينو پر کمپاين شوي بريد کې يو پوليس وژل شوی وو. د ټانک تاڼې د پولیسو مشر نور اسلم د دیسمبر په دولسمه مشال راډيو ته وويل چې دا حمله په ګره ښاده سيمې کې شوې. د هغه په خبره په ډزو کې د پوليو کارکوونکو ته څه زیان نه دی اوښتی خو هغوی سره د امنيت لپاره موجود سپاهي وژل شوی دی. تر اوسه چا د دې حملې زمه واري نه ده منلې.

دا په ټانک کې په دوو ورځو کې د پوليو واکسينو په ساتونکو پوليسو دوهم برید دی. د دیسمبر پر ۱۱ هم يو پوليس والا وژل شوی او بل زخمی شوی وو چې زمه واري یې تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG