د لاسرسي ځای

تازه خبر

فواد چودري: ټي ټي پي او بله هره ډله که د پاکستان ایین نه مني نو جنګ ورسره کوو


په ۲۰۰۹ز کال کې وسله وال طالبان په بونیر کې
په ۲۰۰۹ز کال کې وسله وال طالبان په بونیر کې

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري وايي هره سختدريځه ډله چې د پاکستان قانون ومني، خبرې ورسره کېدای شي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۲مه نېټه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسله والو په اړه د ریاست پالیسي واضحه ده چې که ايين نه مني جنګ به ورسره کيږي.

''د ټي ټي پي سره که د مذاکراتو خبره کيږي نو دا درته ووايم چې زموږ پيغام ساده دی. څوک چې د پاکستان ايين او قانون ومني او ټيټ سر ورسره روان شي نو موږ به هم ورسره روان يو. که داسې نه وي نو موږ پخوا هم جنګېدلي يو او بيا به هم جنګېږو.''

ناقانونه تحريک طالبان پاکستان د پاکستان له وفاقي حکومت سره د نومبر له نهمې څخه د ډېسېمبر تر نهمې پورې اوربند کړی وو. خو ټي ټي پي ويلي چې دا اوربند ځکه نه غځوي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو له لوظنامې د سرغړونې په کولو سره د دوی ملګري په نښه کړي دي. پوځ په دې اړه څه نه دې ويلي.

د اوربند نه غځولو پس د خیبر پښتونخوا له جنوبي سیمو ځايي چارواکو یوځل بیا د یوشمېر بریدونو راپورونه ورکړي دي. د ډېسېمبر پر ۱۲مه نېټه د شمالي وزیرستان د سپینوام په اباخېل سيمه کې د سړکغاړې ښخ بمونو چاودېدو په نتيجه کې یو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل دي. تحريک طالبان پاکستان د دې بريد ذمه واري منلې ده.

تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۱۲مه نېټه په ټانک کې د ګوزڼ (پوليو) واکسين پر کمپاين شوي بريد کې يو پوليس وژل شوی وو. د ټانک تاڼې د پولیسو مشر نور اسلم د دیسمبر په دولسمه مشال راډيو ته وويل چې دا حمله په ګره ښاده سيمې کې شوې. د هغه په خبره په ډزو کې د پوليو کارکوونکو ته څه زیان نه دی اوښتی خو هغوی سره د امنيت لپاره موجود سپاهي وژل شوی دی. تر اوسه چا د دې حملې زمه واري نه ده منلې.

دا په ټانک کې په دوو ورځو کې د پوليو واکسينو په ساتونکو پوليسو دوهم برید دی. د دیسمبر پر ۱۱ هم يو پوليس والا وژل شوی او بل زخمی شوی وو چې زمه واري یې تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

XS
SM
MD
LG