د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: هدفي برید کې یو کس وژل شوی، بل ژوبل


پولیس وايي برید د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان په میرلی کې شوی
پولیس وايي برید د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان په میرلی کې شوی

پولیس وايي د شمالي وزیرستان په میرلي کې وسله والو یو ځايي تن په یوه هدفي حمله کې وژلی او بل یې ژوبل کړې.

د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د مې پر ۱۹مه پر موټر سایکل سپرو وسله والو په میرلي چوک کې پر یو ګاډي ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

پولیس وايي، په برید کې سلیم پر هغه ځای ووژل شو او عزیز الله ژوبل شو چې هسپتال ته یې لېږدولی دی.

دا روان کال په شمالي وزیرستان کې ۲۲م هدفي برید دی.

تر دې مخکې د مې پر نهمه هم وسله والو په میرلي کې په هدفي برید کې یو کس وژلی وو.

ځايي اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په شمالي وزیرستان کې په هدفي بریدونو کې لسګونه مشران، حکومتي چارواکي او سرتېري په نښه شوي.

په شمالي وزیرستان کې هدفي بریدونه د ۲۰۱۸ز کال په وروستیو کې پیل شول. په ۲۰۲۰ز کال کې هلته د ناامنیو د نورو پېښو تر څنګ ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات کړي ول او دا سیمه یې له وسله والو پاکه ګرځولې وه.

د هغو عملیاتو له کبله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي ول چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست او پکتیکا ته کډه شوي ول.

د پاکستان پوځ او حکومت په بیا بیا ویلي چې په هغو عملیاتو کې یې د وسله والو ملا ماته کړې او په سیمه کې یې امن پر ځای کړی دی.

خو وخت په وخت په ضلع کې د ناامنیو پېښې کېږي چې پرضد یې پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلکو څو ځلې احتجاجونه کړي او حکومت ورته د امن پر ځای کولو ډاډ ورکړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG