د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې یو قبایلي مشر وژل شوی


د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کې په شمالي وزیرستان کې عملیات ترسره کړي ول او دا سیمه یې له وسله والو پاکه ګرځولې وه - د ارشیف انځور.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کې په شمالي وزیرستان کې عملیات ترسره کړي ول او دا سیمه یې له وسله والو پاکه ګرځولې وه - د ارشیف انځور.

چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې يو قبایلي مشر وژل شوی دی.

پولیسو او ځايي خلکو د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې وسله وال د ملک فضل رحمان په حجره ورننوتي او هغه یې ویشتلی دی.

د پولیسو په خبره، په بريد کې د محمد ابراهيم په نوم يو کس ټپي شوی هم دی.

د برید ذمه واري چا تر اوسه نه ده منلې.

له دې سره په ۲۰۲۱ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۲۰ ته ورسېد.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نامه عملیات کړي ول او دا سیمه یې له وسله والو پاکه ګرځولې وه.

د هغو عملیاتو له کبله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي ول چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ته کډه شوي ول.

د پاکستان پوځ او حکومت په وار وار ویلي چې په هغو عملیاتو کې یې د وسله والو ملا ماته کړې او په سیمه کې یې امن پر ځای کړی دی.

خو په ضلع کې د بدامنۍ پېښې دوامداره دي. په ۲۰۲۰ز کال کې هلته د نورو پېښو تر څنګ ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلکو په وار وار د ناامنیو پرضد احتجاجونه کړي او حکومت ورته د امن پر ځای کولو ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG