د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي کې یو ځايي کس په هدفي برید کې وژل شوی


د پولیسو او ځايي خلکو په وینا د مې پر نهمه شپې مهال د شمالي وزیرستان په میرلي ایدک سیمه کې ناڅرګندو وسله والو یو کس ویشتلی او تښتېدلي دي.

د دوی په وینا د تپۍ سیمې اوسېدونکی خلیل پر موټر سایکل روان وو، چې له یو ګاډي ورباندې ډزې وشوې او پر هغه ځای ووژل شو.

پولیس وايي چې د نامعلومو وسله والو پرضد مقدمه درج شوې او پلټنې یې پیل کړي دي.

دا په روان کال کې هلته ۲۱ هدفي برید دی.

ځايي اوسېدونکي او چارواکي وايي چې دغلته په هدفي بریدونو کې ګڼ مشران، ځوانان او هم حکومتي اهلکاران په نخښه شوي، خو ډېر داسې کسان هم هدف ګرځېدلي چې له حکومت او پوځ سره اړیکې لري.

شمالي وزیرستان کې له ۲۰۱۸ز کاله هدفي بریدونه دوام لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي ولس د دغه بریدونو د مخنیوي لپاره په بیا بیا احتجاجونه کړي او له حکومته یې د امن باوري کولو غوښتنې کړې خو امنیتي ادارې وايي د امن لپاره یې عملي اقدامات کړي دي.

XS
SM
MD
LG