د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې هدفي بریدونو کې دوه تنه وژل شوي


په شمالي وزیرستان کې ولس د هدفي بریدونو پر ضد مظاهرې کړي خو انتظامیه وايي، امنیت ته ژمنه ده او د بریدګرو نیولو هڅې کوي.
په شمالي وزیرستان کې ولس د هدفي بریدونو پر ضد مظاهرې کړي خو انتظامیه وايي، امنیت ته ژمنه ده او د بریدګرو نیولو هڅې کوي.

د شمالي وزیرستان پولیس او اوسېدونکي وايي، په دوو جلا بریدونو کې دوه کسان وژل شوي دي.

دوی د اپرېل پر ۲۲مه شپې مهال مشال راډیو ته وویل چې وسله والو د میرامشا بانډه سیمه کې رسول حکیم او په دته خېلو کې ملک ګل صاحب ویشتلي دي.

پولیس وايي، د "نامعلومو وسله والو" خلاف یې رپورټ کښلی دی.

تر دې وړاندې د اپرېل پر ۲۱مه نېټه هم په میرامشا او میرلي کې دوه بریدونه شوي ول چې پکې دوه کسان وژل شوي ول.

له دې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي بریدونو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.

په ۲۰۲۰ز کال کې په هغه قبایلي ضلع کې ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول چې پکې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.

تېر کال د هدفي بریدونو پر ضد د سیمې اوسېدونکو او فعالانو څو ځلې مظاهرې هم وکړې.

د شمالي وزیرستان امنیتي او انتظامي چارواکي وايي، د سیمې امنیت ته ژمن دي او وخت په وخت د هدفي بریدګرو پر ضد د لټون عملیات کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG