د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ او مومندو امنیتي پېښو ولس اندېښمن کړی


د مومندو نقشه
د مومندو نقشه

د سیپټمبر په درېمه سهار مهال د باجوړ ماموند تحصيل ډبر سيمه کې ريموټ کنټرول بمي چاودنې فضل علیم نومېتن وواژه، د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه هم د باجوړ ناوګۍ تحصیل په هاشم چارمنګ سیمه کې ریموټ کنټرول بمي چاودنې یو ځايي مشر ګلداد خان وژلی دی.

د باجوړ یو ځايي فعال نثار باز د سیپټمبر په درېمه مشال رېډیو ته وویل چې دې پېښو خلک ډېر اندېښمن کړي دي.

''په تېره یوه میاشت کې ډیرې پېښې وشوې چې پکې زیاتره چاودنې وې. په دې سیمه کې امنیت یو څه شه شوی وو خو اوس بیا خراب شوی دی. خلک ډېر په وېره ترهه کې ژوند کوي. ولس په دې تشویش کې دی چې انتظامیه ولې په دې پېښو خاموشه ده. په سیمه کې امنیتي ځواکونه موجود دي، ځای پر ځای چیک پوستې او پیکټونه دي خو بیا هم دا ډول پېښې کیږي.''

په باجوړ او مومندو کې په دې ورستیو کې یوشمیر داسې بریدونه تر سره شول چې پکې د قبایلي مشرانو تر څنګ ماشومانو ته هم مرګ ژوبله واوښته. د مومندو فردوس خان ساپی په دې اړه وايي:

''د ماینونو چاودنو په اړه موږ له امنیتي چارواکو سره هم لیده کاته کړي او له هغوی مو د ماینونو پاکولو غوښتنه کړې ده. اوس هم داسې سیمې شته چې هلته خلک نشي تللی بلکې امنیتي ځواکونو هلته تللې لارې بندې کړي او هغه یې نو ګو ایریا ګرځولې. پرځای د دې چې دوی دغه سیمې پاکې کړي دوی صرف خلک هغو سیمو ته له تګه منعې کوي.''

بلخوا په باجوړ کې یو ځايي خبریال بلال یاسر وايي د پخوا په نسبت اوس امنیتي حالات ډیر ښه شوي او تمه ده چې ډېر زر به په سیمه کې مکمل امنیت قایم شي:

''په تېر وخت کې په دې سیمو ډېر سخت حالات تېر شوي دي. اوس له تېرې څه مودې راهیسې بیا هدفي وژنې او ماین چاودنې شروع شوي خو دا د پخواني حالت په شان نه دي. بیا خلکو کې هم بیداري راغلې او له ځايي انتظامیې او امنیتي ادارو سره یې دا مسلې څېړلې نو امید شته چې د دې پېښو مخه به ونیول شي.''

د پښتون ژغورنې غوځنګ په غوښتنو کې قبایلي ضلعې له ماینونو پاکول هم شامل دي. بلخوا د پاکستان پوځ ویلي د ماینونو پاکولو کار یې له جنوبي وزیرستانه شروع کړی او په مرحله واره توګه به ټولې قبایلي سیمې له ماینونو پاکې کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG