د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې دوه تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي


دا راز په شمالي وزیرستان کې سږکال تر اوسه ۱۶ هدفي بریدونه شوي او تیر کال دغه شمېر ۴۶ وو.
دا راز په شمالي وزیرستان کې سږکال تر اوسه ۱۶ هدفي بریدونه شوي او تیر کال دغه شمېر ۴۶ وو.

پولیسو او ځايي خلکو د اپرېل پر ۲۱مه شپه مشال راډیو ته وویل چې وسله والو د میرامشا تپي سیمه کې ملک محمد ایاز او په میرعلي حیدرخېلو سیمه کې سید غفار په ډزو وژلی دی.

پولیس وايي، بریدګر په تېښه کې بریالي شوي او دوی د نامعلومو کسانو خلاف مقدمې درج کړې دي.

تر دې وړاندې د اپرېل پر ۲۰مه نېټه هم په همځوني سیمه کې یو تن د هدفي برید ښکار شوی وو چې ورسره په شمالي وزیرستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هدفي بریدونو شمېره درېوو ته ورسېده.

دا راز په شمالي وزیرستان کې سږکال تر اوسه ۱۶ هدفي بریدونه شوي چې پکې د سیمې مشران او ځايي اوسېدونکي په نښه کېږي، پروسږ کال دغه شمېر ۴۶ وو.

پښتون ژغورنه غورځنګ او ځايي خلکو وخت په وخت په احتجاجونو، پرلتونو او جرګو کې له حکومته د هدفي بریدونو مخنیوي غوښتنې کړي دي.

بلخوا په سیمه کې امنیتي چارواکو په وار وار ویلي چې د امنیت ټینګولو لپاره یې کوټلي اقدامات کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG