د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري: د ټاکنو د نېټې اعلان دې تر انتخاباتي اصلاحاتو وروسته وشي


اصف زرداري وايي، د انتخاباتي اصلاحاتو تر عملي کېدو وروسته دې ټاکنې وشي - پخوانی انځور.
اصف زرداري وايي، د انتخاباتي اصلاحاتو تر عملي کېدو وروسته دې ټاکنې وشي - پخوانی انځور.

د پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري ویلي دي چې کله اوسنی اېتلافي حکومت انتخاباتي اصلاحات وکړي نو بیا به پکې برخه اخلي.

نوموړي د مې پر ۱۱مه په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې اړه یې د مسلم لیګ (ن) له مشر میا نواز شریف سره هم ټېلېفوني خبرې شوې دي.

ده وویل، هېڅکله یې له انتخاباتو انکار نه دی کړی خو ځینې انتخاباتي بدلونونه غواړي.

د زرداري په خبره، په هېواد کې د شفافه انتخاباتو لپاره باید په انتخاباتي قانون کې بدلونونه او مهم اصلاحات وشي، عملي شي او تر دې وروسته دې د انتخاباتو نېټه اعلان شي.

پاکستان: د رڼو ټاکنو لپاره اصلاحات اړين دي او که د نورو عواملو مخه باید ونيول شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د اپرېل پر ۱۰مه تر دندې ګوښه کېدو وروسته په بیا بیا پر حکومت غږ کړی دی چې د انتخاباتو نېټه دې اعلان کړي.

عمران خان د همدې موخې لپاره د مې له شپږمې څخه تر ۲۰مې پورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې جلسې اعلان کړې دي چې موخه یې حکومت انتخاباتو ته اړ کول دي.

په پاکستان کې تېر ځل په ۲۰۱۸ز کال کې انتخابات شوي ول چې په پایله کې یې د تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت جوړ کړ خو پخوانیو مخالفه ګوندونو په بیا بیا پکې د درغلۍ تور پورې کاوه چې تحریک انصاف او انتخاباتي کمېشن رد کړی وو.

البته پخواني حکومت هم په انتخاباتي قانون کې پر اصلاحاتو ټینګار کاوه او ویل یې چې د رایې یا ووټ اچونې برېښنايي مشینونو کارول په ټاکنو کې د ټګۍ د مخنیوي یوازینۍ لاره ده خو انتخاباتي کمېشن او پخوانیو مخالفه ګوندونو دا وړاندیز رد کړی وو او ویل یې چې په انتخاباتي قانون کې بدلونونه به د درغلیو په ګډون د نورو ستونزو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG