د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتو کمېشن د رایې ورکونې برېښنايي مشینونو کارول رد کړي


انتخاباتي کمېشن وايي، دومره وخت نه لري چې راتلونکو ټاکنو کې برېښنايي مشینونه وکاروي. انځور له ارشیفه.
انتخاباتي کمېشن وايي، دومره وخت نه لري چې راتلونکو ټاکنو کې برېښنايي مشینونه وکاروي. انځور له ارشیفه.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن د حکومت له خوا په راتلونکو انتخاباتو کې د ووټ یا رایو ورکولو برېښنايي مشینونو (الېکټرانېک ووټنګ مشینونو) کارولو پرېکړه رد کړې.

د سېپټېمبر پر اوومه سېنېټ ته په رپورټ کې کمېشن پر برېښنايي مشینونو یوشمېر نیوکې کړې دي او وايي، له دې لارې په ټاکنو کې د درغلۍ امکان نه شي ردولای ځکه تر اوسه دا معلومه نه ده چې دا مشینونه به د چا تر واک لاندې وي.

په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې دومره وخت نه لري چې په هېواد کې راتلونکې ټاکنې د مشینونو له لارې وکړي.

ټاکل شوې چې په پاکستان کې په ۲۰۲۳ز کال کې عام انتخابات وشي. په پاکستان کې کمېشن تر انتخاباتو مخکې د خلکو نوملیکنه کوي او هره حلقه د ووټرانو لېسټ لري چې پکې خلک کاغذي ووټ کاروي.

کمېشن وايي، د الېکټرانېک مشینونو له سافټ وېیر او هارډ وېیر څخه دوی نه دی خبر او په یو ورځ ټول ملک کې هغه مشینونه په یو ځای کارول او بیا د خرابۍ صورت کې یې جوړول هم ستونزې زېږولای شي.

انتخاباتي کمېشن پر الېکټرانېک ووټنګ مشینونو دا نیوکې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت ټینګار کوي چې دا مشینونه د درغلیو مخه نیسي. وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي چې د هېواد په انتخاباتو کې اکثر د ټګۍ تورونه پورې کېږي، چې د مخنیوي لپاره یې د برېښنايي مشینونو له لارې د ووټ اچول اړین دي.

خو د الېکشن کمېشن په ګډون اپوزیشن ګوندونو هم د هغو مشینونو د کارولو مخالفت کړی.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړی ډاکټر عباد وایي، حکومت خپله د درغلۍ له لارې جوړ شوی دی نو دا تمه ګرانه ده چې دوی به بې له ټګۍ انتخابات وکړي. "په نړۍ کې چې هر ځای دا الېکټرانېک ووټنګ مشینونه کارول شوي نو ناکامه شوې دي او دا د درغلۍ لپاره یوه نوی لاره پرانېزي او موږ د دې پرضد یو."

واکمن پاکستان تحریک انصاف او انتخاباتي کمېشن په بیا بیا د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د ټګۍ تورونه رد کړي. کمېشن وايي، د هغه کال ټاکنې رڼې او منصفانه وې.

د پاکستان پیپلز ګوند پخواني د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر فیصل کریم کنډی وايي چې برېښنايي مشینونه د ټګي کولو یوه نوی لاره ده او دوی به یې هم له حکومت سره و نه مني.

دی وايي، د پاکستان زیاتره کلي والو سیمو کې په ګینټو ګینټو برېښنايي پارچاو (لوډشیډنګ) وي نو د پاکستان پیپلز ګوند د برېښنايي مشینونو کارول نه مني.

هلته د الېکشن کمېشن د نیوکو په غبرګون کې د ساینس او ټېکنالوژۍ چارو وفاقي وزیر شبلي فراز د برېښنايي مشینونو په ذریعه د ټګۍ تورونه رد کړي او وايي، په دې اړه یې د کمېشن ټولې غوښتنې پوره کړي.

فراز د سېپټېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، په الېکټرانېک ووټنګ مشینونو کې هېڅ ستونزه نه شته او د ۲۰۲۳ز کال ټاکنې به د همدې مشینونو له لارې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG