د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د حکومت متحدانو د ووټونو برېښنايي مشینونو پر کارولو اندېښنې ښوولې دي


په کورمه کې یو کس د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې په ضمني انتخاباتو کې رایه کاروي.
په کورمه کې یو کس د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې په ضمني انتخاباتو کې رایه کاروي.

د پاکستان حکومت تر هغې وروسته د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډه غونډه ځنډولې چې متحدانو یې د ووټونو د برېښنايي مشینونو د کارولو پر موضوع اندېښنې او شکونه وښوول.

ټاکل شوې وه چې د نومبر پر ۱۱مه د پارلېمان د دواړو جرګو په ګډه غونډه کې د هېواد په انتخاباتي نظام کې پر اصلاحاتو او د ووټونو د برقي مشینونو پر کارولو تر بحث وروسته قانون جوړ شي.

دا البته لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې په انتخاباتو کې د هغو مشینونو د استعمال وړاندیز لانجمن شوی دی. تر دې مخکې د اپوزیشن نورو ګوندونو پاکستان مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) ترڅنګ د هېواد انتخاباتي کمېشن هم د برېښنايي مشینونو د استعمال مخالفت کړی دی. خو وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي چې په راتلونکو انتخاباتو کې به هغه مشینونه کاروي چې موخه یې د درغلیو مخه نیول دي.

په دنیا کې یو ملک هم دعوه نه شي کولای چې برقي مشینونه انتخابات شفاف او پر انصاف باندې مبني جوړوي.
قریش خټک

وزیراعظم پر داسې مهال د ووټونو د برقي مشینونو د استعمال ټینګار کوي چې ټاکل شوې په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې پارلېماني انتخابات وشي.

په تېرو وختونو کې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د اېتلافي حکومت دوو مهمو ګوندونو متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم) او پاکستان مسلم لیګ چې پخوانی نوم یې پاکستان مسلم لیګ قایداعظم وو، پر دې موضوع څه نه ول ویلي، خو اوس هغوی هم د برقي مشینونو د کارولو د مخالفت اشارې ورکړې دي.

د وزیراعظم څرګندونې

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۰مه وزیراعظم عمران خان خپل متحدان د غرمې ډوډۍ ته وربللي ول او ورڅخه یې وغوښتل چې په پارلېمان کې دې د حکومت ملاتړ وکړي ځکه چې د ده په وینا، اپوزیشن نه غواړي چې د برېښنايي مشینونو په استعمالولو راڼه انتخابات وشي. "زه غواړم چې تاسې دې ته د یوې قامي مسلې په توګه وګورئ او پکې پوره ګډون وکړئ او [زموږ د انتخاباتي اصلاحاتو] پلان بریالی کړئ. ځکه چې ستاسې مقابله له مافیاګانو سره ده چې د بدلون مخه نیسي ځکه چې هغوی پوهېږي چې بدلون یې ختموي او نه غواړي چې ازاد او منصفانه انتخابات وشي."

عمران خان په بیا بیا ویلي چې یوازې برېښنايي مشینونه په انتخاباتو کې د درغلۍ مخه نیولای شي - انځور له ارشیفه
عمران خان په بیا بیا ویلي چې یوازې برېښنايي مشینونه په انتخاباتو کې د درغلۍ مخه نیولای شي - انځور له ارشیفه

د وزیراعظم تر وینا څو ساعته وروسته د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر فواد چودري پر ټوېټر په بیان کې وویل چې حکومت پر انتخاباتي اصلاحاتو له اپوزیشن سره نورې مشورې کول غواړي چې دواړه خواوې په یوه خوله ترمیمي مسوده جوړه او منظور کړي.

چودري وروسته د پاکستان د انګرېزۍ ژبې له ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د مشورو لپاره او د خپلو متحدانو په غوښتنه یې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غونډه ځنډولې.

د حکومت د متحدانو اندېښنې

د اېم کیو اېم ګوند یو سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړی اسامه قادري وايي، د اېتلافي حکومت متحدانو هم د نومبر پر ۱۰مه د وزیراعظم په مېلمستیا کې د رایې اچونې برېښنايي مشینونو پر استعمال د شکونو څرګندونې وکړې او له حکومته یې وغوښتل چې یوازې اپوزیشن نه بلکې خپل ملګري ګوندونه دې هم قانع کړي.

نوموړي د نومبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، حکومت باید د ټېکنالوژۍ پوهان وروغواړي او خپل ملګري دې پوه کړي چې د رایې کارونې برقي مشینونو ګټې څه دي. د ده په خبره، حکومت باید همداراز، په وړو انتخاباتو کې د مشینونو تجربه کړې وای. "حکومت باید سنجیده ګي ښوولې وای او د خپلو تر ټولو مهمو متحدانو باور یې ترلاسه کړی وای. په دې اړه باید حکومت یوشمېر غونډې جوړې کړې وای او باید یې په وړو، وړو انتخاباتو لکه د ټولنو په ټاکنو کې دا مشینونه تجربه کړي وای نو نتیجه به یې معلومه شوې وای. نو زما په فکر حکومت دا هر څه ضروري و نه ګڼل نو اوس ټول متحدان اندېښنې لري. خو ګوره، موږ د [حکومت] مخالفت نه کوو بلکې غواړو چې د مشین په اړه زموږ شکونه ختم کړي، له ګټو مو یې خبر کړي او زموږ خبرې واوري. نو دا ټولې پرېکړې خو په یو ساعت کې نه شي کېدای."

حکومت باید سنجیده ګي ښوولې وای او د خپلو تر ټولو مهمو متحدانو باور یې ترلاسه کړی وای.
اسامه قادري

قادري زیاته کړه چې د وزیراعظم په مېلمستیا کې د پاکستان مسلم لیګ سیاستوالانو هم د برقي مشینونو د استعمال په اړه اندېښنې وښودې. هلته د پاکستان مسلم لیګ سرچینو هم د نوم نه ښوولو په شرط ډان ورځپاڼې ته ویلي چې د برېښنايي مشینونو په اړه یې له حکومته سپیناوی او معلومات غوښتي دي.

د ووټونو برېښنايي مشینونو استعمال په اړه شننه

قریش خټک په پاکستان کې د جمهوري او انتخاباتي نظام او اصلاحاتو پر موضوع څېړنې کړې دي او دریځ لري چې یوازې د برېښنايي مشینونو استعمال په هېواد کې د انتخاباتي مسلو حل نه دی. نوموړي د نومبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، د پاکستان انتخاباتي کمېشن پر مشینونو تجربې کړې دي چې ښه نتیجه یې نه ده ورکړې. "په دنیا کې یو ملک هم دعوه نه شي کولای چې برقي مشینونه انتخابات شفاف او پر انصاف باندې مبني جوړوي. له بده مرغه د پاکستان تحریک انصاف حکومت دا نظر لري چې دا مشین د انتخاباتو د ټولو مسلو حل دی، حالانکې داسې نه ده. الېکشن کمېشن پر دې [مشینونو] تجرباتي کار کړی دی چې [نتیجه] یې دومره ښه نه ده."

قریش خټک وايي، د برقي مشینونو "بیټرۍ او مرمت خورا ګران" تمامېږي او داسې نه ښکاري چې ګواکې حکومت یې "د ټولو لګښتونو لپاره پلان" جوړ کړی وي.

دی زیاتوي، د پاکستان په انتخاباتي عمل کې د مداخلتونو مخنیوی او د هېواد په هره برخه کې په پوره امنیت د انتخاباتي عمل ترسره کول ډېرې ستونزې هوارولای شي.

د پاکستان جمهوري غورځنګ په نوم د اپوزیشن ګوندونو تحریک د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د درغلۍ تور پورې کوي او د حکومت ضد یې یوشمېر احتجاجي جلسې هم کړې دي - انځور له ارشیفه
د پاکستان جمهوري غورځنګ په نوم د اپوزیشن ګوندونو تحریک د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د درغلۍ تور پورې کوي او د حکومت ضد یې یوشمېر احتجاجي جلسې هم کړې دي - انځور له ارشیفه

خو وزیراعظم عمران خان د نومبر پر ۱۰مه خپلو متحدانو ته په وینا کې یو ځل بیا وویل چې حکومت تر اوږدې مطالعې او فکر وروسته د برېښنايي مشینونو د کارولو فیصله کړې. "د [ټګیو د مخنیوي] یوازې یوه طریقه ده چې برېښنايي مشینونه وکارول شي. ځکه چې څنګه چې انتخابات پای ته ورسي، دا مشینونه نتیجې ښکاره کوي. که څوک غواړي نتیجه وارزوي نو کاغذي ثبوت دې وګوري. نو دا فیصله موږ ناڅاپي نه ده کړې."

عمران خان زیاته کړه چې په تېرو شاوخوا پینځو لسیزو کې په هېواد کې په "ټولو انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه پورې شوې دي" چې د مخنیوي لار یې په نوې ټېکنالوژۍ د انتخاباتي نظام سمبالول دي.

د هغه هېواد اپوزیشن ګوندونه وايي، تحریک انصاف ګوند په ۲۰۱۸ز کال کې په انتخاباتو کې د ټګۍ له لارې واکمن شو. دا هغه تور دی چې انتخاباتي کمېشن او حکومت په بیا بیا رد کړی دی او وايي، د هغه کال انتخابات پاک او منصفانه ول.

XS
SM
MD
LG