د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان له بې کوره کړل شویو کورنيو سره مالي مرستې کېږي


پي ډي اېم اې چارواکي وايي، حکومتي مرستو بل قسط په دوو ورځو کې د موبایل سم له لارې ورکول کېږي. اریشف- انځور
پي ډي اېم اې چارواکي وايي، حکومتي مرستو بل قسط په دوو ورځو کې د موبایل سم له لارې ورکول کېږي. اریشف- انځور

د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو سمبالولو ادارې (پي ډي اېم اې) چارواکي وايي، د ضرب عضب عملياتو له کبله د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شویو کورنيو سره د نغدو مرستو لپاره د ۱۸ کروړه ۴۶ لکه روپو نوی بنډی (قسط) به جاري کوي.

د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ د ډېسېمبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې تر ۱۵،۰۰۰ زياتو د کډوالو کورنیو ته به د حکومتي مرستو بل بنډی (قسط) په دوو ورځو کې د موبایل سیم له لارې ورکول کېږي چې رقم یې ۱۲،۰۰۰ روپۍ جوړېږي او د حکومت لخوا کډ‌والو ته ورکول کېدونکی دا ۷۶ قسط دی.

د شمالي وزيرستان د کډوالو کمېټۍ مشر ملک رحمت خان بيا مشال راډيو ته وويل چې په زرګونو متاثرين لاهم د کډوالۍ ژوند تېروي. نوموړی زیاتوي له نغدو مرستو سرهسره حکومت له پکار ده چې ژر تر ژره دې دوی خپلو سيمو ته ستانه کړي.

خو احسان داوړ وايي دوی خپلې ټولې تياريانې مکملې کړي دي او د حکومت لخوا کلېرنس ملاوېدو وروسته کډوال به خپلو سيمو ته ليږدل پیل کړي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴م کال کې د ضرب عضب پوځي عملياتو له کبله شاو خوا ۱۰ لکه خلک بې کوره شوي ول چې زياتره یې بيرته خپلو سيمو ته ليږل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG