د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۱ غړي نیولي دي


په انګور اډه کې سلګونه کسان د دروازې پرانیستو په انتظار - د ۲۰۲۰ز د جولای ۱۸مه

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، پولیسو یې په جنوبي وزیرستان کې ۱۱ غړي ګرفتار کړي دي.

د غورځنګ ځايي مخکښ مشران وايي، پولیسو دا کسان د اګست پر ۱۹مه په انګور اډه کې تر احتجاجونو وروسته ګرفتار کړي دي.

د سیمې پولیس وايي، دوه کسان یې مخکې ګرفتار کړي او نهو نورو ورته د اګست پر ۱۹مه ځان وسپاره.

پولیس وايي، پر دې کسانو د احتجاجونو پر مهال د دولت (ریاست) ضد نعرو وهلو، ګډوډۍ او د اېف سي افسر ته د لاس اچولو تورونه دي چې غورځنګ یې ردوي.

په واڼه کې د غورځنګ یو مخکښ غړي مولوي زینت الله ثاقب مشال راډیو ته وویل، پولیسو ډاکتر کامران او محمد ایاز د اګست پر ۱۸مه او نور نهه کسان یې د چارشنبې پر ورځ ونیول.

ثاقب وايي، پر ده هم مقدمه شوې او پولیسو یې د نیولو لپاره چاپې وهلې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ کې له جوړېدو راهیسې د ملکي او بشري حقونو دفاع په موخه احتجاجونه، لاریونونه، جلسې او هلې ځلې کوي.

دا ګرفتارۍ تر هغې وروسته شوې دي چې د اګست پر ۱۶مه او تر هغې مخکې د جولای پر ۱۹مه د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو او پښتون ژغورنې غورځنګ د انګور اډې پر لار د امنیتي ځواکونو او انتظامي چارواکو د ناسم چلند او هلته د تاوتریخوالي پر ضد احتجاجي ناستې وکړې.

اګست او جولای کې احتجاجونه

غورځنګ وايي، د اګست پر ۱۵مه له افغانستانه یوه ناروغ کس د انګور اډې پر وره د اوښتو هڅه کوله خو ملېشه ځواک او پوځیانو ورته اجازه ورنکړه چې له وجې یې هغه ومړ.

غورځنګ د اګست پر ۱۶مه د دې پېښې او امنیتي سرتېرو د چلند ضد احتجاجي پرلت وواهه او تور یې پورې کړ چې پولیس او ملېشه سرتېري له مساپرو رشوت اخلي.

خو د سیمې انتظامي مشر فهید الله د رشوت اخیستو تور رد کړ او ویې ویل چې پوځي افسر د هغه ناروغۍ ته په کتو ورته د اوښتو اجازه ورکړه خو هغه ومړ.

تر دې مخکې د جولای پر ۱۸مه، په انګور اډه کې سلګونه کسان د دروازې پرانیستو په انتظار خلکو احتجاج کاوه چې د غورځنګ په وینا، ورباندې امنیتي سرتېرو ډزې وکړې چې پکې یوه ماشومه ووژل او تر ۱۰ پورې کسان ژوبل شول.

خو پولیسو ویلي ول چې شاوخوا ۳،۰۰۰ کسانو ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه او پر وره یې د اوښتو هڅه کوله چې له یوې ښځې څخه یې ماشومه ولوېده او د خلکو تر پښو لاندې مړه شوه.

پر انګور اډې دروازې سرتېري ولاړ دي - د ۲۰۲۰ز د جولای ۱۸مه
پر انګور اډې دروازې سرتېري ولاړ دي - د ۲۰۲۰ز د جولای ۱۸مه

پولیسو همداراز ویلي ول، یو بل کس د زړه حرکت درېدو له وجې مړ شوی وو.

پولیسو هغه مهال زیاته کړې وه چې احتجاج کوونکو پر سرتېرو کاڼي وورول او یو کس د تماچې (تفنګچې) ډزې کړې وې چې پکې یو پولیس سرتېری ژوبل شو.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ د انتظامي او پولیس چارواکو دا دعوې ردوي.

غورځنګ تر تاوتریخوالي یوه ورځ وروسته د جولای پر ۱۹مه په واڼه کې احتجاج کړی وو.

تازه ګرفتارۍ: د غورځنګ او پولیسو دریځ

د غورځنګ بل غړي شان پښتین د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، پولیسو ورباندې په سوله ییز احتجاج مقدمې دایرې کړې دي او ملګري یې نیسي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي وايي، د جولای ۱۹مې او د اګست ۱۶مې احتجاجونو کې یې د شریکو نورو کسانو ضد هم د تاوتریخوالي او ګډوډۍ جوړولو پر سر مقدمې دایرې شوې دي او د ګرفتارۍ هڅې یې کوي.

د پاکستان حکومت په جولای کې د انګور اډې لار بیا پرانیسته او ویې ویل چې هره اوونۍ به د شنبې (خالي) پر ورځ دروازه د خلکو تګ راتګ او نورې ورځې به د سوداګرۍ لپاره پرانیستې وي.

خو د سیمې خلکو په بیا بیا د انتظامي او امنیتي سرتېرو له چلنده شکایت کړی او څو ځلې یې احتجاجونه کړي.

چارواکي دا تور ردوي او وايي، خلک دې تر سفر مخکې ځان په طریقه پوه کړي ځکه چې اوسمهال یوازې ناروغانو او هغه کسانو ته پر دروازه د اوښتو اجازه ورکوي چې د مارچ په نیمايي کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د لارو د تړلو له وجې دواړو خواوو ته بند پاتې ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG