د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې پېښې ضد په واڼه کې احتجاج شوی


په انګور اډه کې خلک په زیات شمېر کې ولاړ دي، د هرې خالي پر ورځ مسافرو ته د تګ راتګ اجازه وي.
په انګور اډه کې خلک په زیات شمېر کې ولاړ دي، د هرې خالي پر ورځ مسافرو ته د تګ راتګ اجازه وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو او وزیرو قبایلو، په انګور اډه کې د مسافرو سره د فرنټیر کور سرتېرو د چلند په غبرګون د جولای پر ۱۹مه د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې مظاهره وکړه.

د شهزاد اکبر په نوم یو تن چې په احتجاج کې شامل و، مشال راډیو ته وویل، "د هرې خالي په ورځ لاره د مسافرو پر مخ خلاصه وي نو هلته ډېر بیروبار جوړ وي. د خلکو په ګڼې ګوڼې باندې اول پوځ او د اېف سي سزتېرو ډنډې ورولي او بیا یې پر یوې زنانه تشدد کړی، له هغې وروسته خلکو احتجاج وکړ."

شهزاد اکبر وايي، د احتجاج کونکیو پر ضد امنیتي ځواکونو ډزې کړي چې پکې یوه ماشومه وژل شوې او تر ۱۰ پورې کسان ژوبل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د هماغې پېښې پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو او وزیرو قبایلو د جولای پر ۱۹مه په واڼه کې احتجاج کړی او له حکومته غواړي چې په انګور اډه سیمه کې دې موظف سرتیري پوه کړي چې د ولس سره دې سمه او نرمه رویه خپله کړي.

د واڼې په احتجاج کې په سلګونو کسانو ګډون وکړ.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي د یادې پېښې په اړه مشال راډیو ته وویل، "موږ چې د دې پېښې معلومات وکړل نو راته وویل شول، کله چې بیروبار جوړ شو نو د افغانستان غاړې ته له یوې مېرمنې نه ماشوم وغورځېده او د خلکو تر پښو لاندې شو او مړ شو. او یو بل سړی د زړه د دورې له وجې مړ شوی، ځکه چې د افغانستان له غاړې درې درې نیم زره کسان یو ناڅاپه په منډه د پاکستان لوري ته اوښتل چې پر ده باندې دوره راغله."

نوموړی وايي، خلکو هم پر امنیتي کسانو د ډبرو ګوذارونه کړي او همدا رنګه د تماچې ډز هم شوی چې پکې یو سپاهي هم ژوبل شوی دی.

نوموړي د امنیتي سرتېرو لخوا پر خلکو د ډزو کولو او یا هم د مرګژوبلې په اړه څه ونه ویل.

په واڼه کې احتجاج کونکي وايي، د هغو امنیتي سرتېرو خلاف دې کارروايي وشي چې پر خلکو یې ډزې کړې دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG