د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې اوسېدونکو د امنیتي ادارو د چلند ضد احتجاج کړی


احتجاج کوونکو د انګور اډې دروازه تړلې
احتجاج کوونکو د انګور اډې دروازه تړلې

پراګ - د جنوبي وزيرستان انګور اډې اوسېدونکي وايي، د امنيتی ادارو د چلند پرضد يې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د انګور اډې دروازه کې پرلت وهلی دی.

په احتجاج کې شامل درې کسانو محب وزير، محمد رسول او عبدالله وزير د ټېلېفون د لارې له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې د اګست په ۱۶مه پېل شوې دې درنا کې شاوخوا يو زر کسان ګډون لري.

د محب وزير په ادعا د اګست پر ۱۵مه له افغانستانه جنوبي وزيرستان ته وړونکي يو ناروغ کس ته ملېشا ځواکونو او پوځيانو اجازه ورنکړه چې د ده په ادعا هغه سړي وروسته د سختې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.

دوی تور پورې کړ چې ملېشا ځواکونو رشوت غوښتلی خو البته دوی په دې اړه کوم ثبوت وړاندې نکړ.

د جنوبي وزيرستان مرستيال ډپټي کمېشنر فهيدالله د ملېشا ځواکونو له خوا د رشوت اخیستو تور ردوي.

نوموړي د اګست پر ۱۶مه مشال راډيو ته وویل چې له افغانستانه د انګور اډې له لارې يوازې د شنبې په ورځ احمدزی وزيرو، سلېمان خيلو او دوناڼيو ته د پیاده ورتلو اجازه ده.

ده زياته کړه بايد ځايي خلک په حکومتي پالیسي ځان پوه کړي.

فهيدالله وويل چې د شمالي وزيرستان اوسېدونکيو ته د انګور اډې له لارې د ورتلو اجازه نشته او بايد هغوي د غلام خان له لارې خپلو سيمو ته ولاړ شي.

په جنوبي وزیرستان او ځینو نورو سیمو کې تر دې وړاندې هم خلکو د پاکستان د امنیتي ادارو د چلند خلاف احتجاجونه کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو او وزیرو قبایلو، په انګور اډه کې د مسافرو سره د فرنټیر کور سرتېرو د چلند په غبرګون د جولای پر ۱۹مه د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې مظاهره وکړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG